دښمن مو ویښ دی موږ ویده

امین وردګ
د افغانستان اسلامي اما رت په ټوله نړۍ کې یوازینی جسور لښکر دی چې د ګردې کفري نړۍ ملا یې ورماته کړه؛ ځینې یې په جګړو کې مات کړل او ځینې نور په خبرو کې؛ یعنې میدان یې په وچ زور ګټلی او اوس په نړۍ کې هېڅ داسې قدرت نه دی پاتې چې مخې ته یې د درېدو جرئت وکړي.
اما!!!
نړۍخور ښکېلاک به هېڅکله هم د فعلي نظام له عداوت او دښمنۍ څخه لاس وانخلي او چې هر څه یې په وس کې وي، و به یې نه سپموي.
خو!!!
نور نو فعلاً د مخامخ جګړې تکل نه لري او نه یې په وس کې شته.
مګر!!!
اوس غواړي چې په مختلفو ابعادو کې سپین لښکر ته دامونه کېږدي، پکې ویې نښلوي او بیا یې ښکار کړي.
دښمن مو ویښ دی خو موږ ویده یو!
هغوی شپه او ورځ زموږ د نظام بېخ کني او د موږک دنده یې پیل کړې، خو موږ نه یو ورته متوجه.
دښمن مو یو دام په معارف کې راته ایښی، بل په کلتور، دریم په منکراتو کې؛ خو تر ټولو خطرناکې یې هغه لومې دي، کومې یې چې دننه په نظام کې د هرې دروازې مخې ته عیارې کړې.
دا طبعي خبره ده چې دښمن مخامخ نه شې ماتولای نو له خدعې او نیرنګ څخه به کار اخلې، چې مات یې کړې.
څه وخت وړاندې په نظام کې دننه یو حرکت پیل شو (د تصفیې په نوم) تر څو صفوف پاک کړي؛ خو اوس اوس داسې ښکاري چې په ځینو مواردو کې خبره لا پسې ګلجاڼۍ شوه او هغه دا چې؛ سیستم لا جوړ شوی نه دی مګر د کار خلک لیرې کیږي.
داسې محتاطانه خو سیستماتیک کار روان دی؛ چې سړی ورته حیران شي.
د ((کور ناستو مجاهدینو)) په نوم کمیسیونونو ته ځینې حرفوي کړۍ معرفي کیږي او هغوی پرته له دې چې؛ کاري حجم او انسجام په نظر کې ونیسي د کار خلک لیرې کوي او نوي کسان یې پر ځایونو ټاکي؛ صرف د همدغې خواخوږۍ له امله چې کورناستي مجاهدین خفه شوي او ګیله من دي.
دښمن مو ډېر ځیرک دی! هغوی زموږ د مشرانو او مسؤلینو ملګرو له مقدسو احساساتو څخه کار اخلي او په سیستماتیکه توګه خپل افراد نظام ته داخلوي.
بله موضع د مخلصو مجاهدینو دماغي حساسیتونه هم دي! چې د جزئي مسائلو له امله خدمت پرېږدي او له نظام څخه ځان باسي او یا ایستل کیږي؛ چې دغه کار ناولي عواقب لري او بېلګه یې د غنمو کرل، روزل، رېبل، میده کول او بیا یې د درمند پرېښوول دي غلو او لوچکانو ته.
د پاسنیو خبرو خلاصه دا ده چې؛ زموږ سپین لښکر چا مخامخ مات نشو کړلای! خو اوس غواړي چې له دننې څخه یې تخریب کړي او دغه کار تر ټولو خطرناک ځکه دی؛ چې زر یو نظام را پرزولای شي.
داخلي فعالیت داسې مثال لري؛ لکه خوب او نشه! یعنې سړی ډېر آسانه څملوي.
هر نظام چې لاندې دری اساسي خصیصې و نه لري تزلزل او نړېدل یې حتمي دي:
ا- له ملت سره به یې فاصله صفر وي.
ب- مدیریت به یې معیاري وي.
ج- د اساسي او بنیادي پروژو پرېکنده اراده به لري.
خو دا درېواړه په اهلیت پورې تړلي!
یعنې څو یې چې کار اهل ته و نه سپارل شي؛ دا یو هم نه تطبیقیږي؛ نو تر ټولو وړاندې موږ باید کار اهل د کار ته وسپارو.
خو که اهل خلک (په یو نه یو رنګ) لیرې کیږي او نا اهله یې پر ځای (د مجاهد یا مخلص په نوم) داخلیږي، دا کار بیا حرفوي دی او د یوې غیر مستقیمې طرحې او نقشې له مخې تعقبیږي؛ چې مسؤلین او مشران ملګري چندان نه دي ورته متوجه او هغه مهال به پوه شي چې خدای مکړه اوبه تر ورخ اوښتې وي.
مشران مسؤل دي چې په نظام کې دننه او بیرون وړ او د کار خلک و لټوي او بیا کارونه ورته وسپاري، نه دا چې فقط خپلوان او انډیوالان داخل کړي او د کار خلک وشړي.
هو! که خپل کس یا انډیوال وړتیا ولري او اهل وي ، بیا نو تر بل هر چا ځکه ښه دی؛ چې ده ته معلوم وي، خو دا کار هغه مهال جائز دی چې د ده اراده مقدسه او ملي وي، نه دا چې فقط خپلوان خوشاله کوي.
په هر حال…د نظام د تخریب لپاره په سیستماتیکه او حرفوي توګه نقشې جوړيږي او عملي کیږي، نو زما هیله دا ده چې؛ هر خواخوږی او مخلص افغان باید د دغه کار مخه ونیسي، تر څو په وینو ګټلی نظام بېرته له لاسه ورنکړو.
نوټ: زه پر تصفیوي حرکتونو شاک نه یم! فقط ورفکر کوم یې، چې متوجه شي!!!



