کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
پرون چهارشنبه د امریکا د خزانې وزارت په یوې بیانیه کې ویلي وو، «الحبابي چې د افغانستان په ختیځ کې د القاعدې شبکې مشر دی، د ترورستي فعالیتونو تر څنګ د ځایي وسله والو ملاتړ هم کوي.»
دغه وزارت پرېکړه کړې چې په امریکا کې د الحبابي شتمنۍ کنګل شوې، او هېڅ څوک نشي کولی چې په امریکا کې له الحبابي سره را کړه ور کړه وکړي.
همدا شان د خزانې په وزارت کې د ترورستي او مالي استخباراتي هڅو د برخې د مخنیوي مرستیال اډم زوبین وویل چې:
«د امریکایانو او د خپلو افغان متحدانو د حمایت لپاره به د خزانې وزارت بیا د الحبابي په څېر د القاعده شبکې نور مشران هم په نښه کړي.»
د یادولو ده چې الحبابي ته له ۲۰۰۹م کال را هیسې د افغانستان په ختیځ کې د القاعده شبکې مشري ور غاړې ده.

















