کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
د ایټالیا د سیسیلي ولایت د کاتاني په ښار کې د فبرورې د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دې هېواد (carabinieri) د (کوزانوسترا) پر ضد پراخه عملیات ترسره کړل.
د «Corriere della Sera» د ورځپاڼې د خبر له مخې چې ۵۰۰ امنیتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې وه، چې د (لا اودانی) د کانال ۱۰۹ تنه یې نیولي دي.
خبر پاڼه لیکي چې یاد نیول شوي کسان د نشه یي توکو، د وسلو په سوداګرۍ او په نورو جرمونو او غیر قانوني کړنو تورن دي.
ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د ایټالیا د سیسیلي ولایت د کاتاني په ښار کې د (لااودانی) د ګواښه ډکې مافیایي ډلې مشري د ۳ ښځو په غاړه وه.


















