کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د نایجریا چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې دوو ښځینه سرتېرو د دغه هېواد د شمال ختیځ دیکوا ښار د بې ځایه شویو په یوه کمپ کې بریدونه ترسره کړل چې په پایله کې یې ۶۰ کسان وژل شوي، او په لسګونه تنه نور ټپیان دي.
یاد وژل شوي خلک د وروسیتو نا امنیو، جګړو او د بوکوحرام ډلې له ګواښونو له کبله دغه کمپ ته تښتېدلي.
همدا راز د نایجریا د بېړیو چارو ادارې ویلي دي چې په یادو بریدونو کې ۷۸ تنه نور ټپيان دي، چې د ځینو روغتیایي حالت له ګواښ سره مخ دی.
د دغو حملو مسئولیت کومې ډلې نه دی اخیستی، خو له دې څخه وړاندې هم دې ته ورته بریدونه د بوکوحرام ډلې له لورې ترسره شوي وو.


















