کابل ټکی کام ۲۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د (the Cornell University) وېبسایټ خبر ور کړی دی چې ستوري پېژندونکو د (Kepler)د تیلیسکوپ او د (HARPS) نومې د ځانګړې وسیلې په مټ یو ستوری موندلی دی چې ځمکې ته ډېر ورته والی لري.
دغه ستوري ته ستوري پېژندونکو (BD+20594b) نوم ور کړی دی.
د یاد وېبسایټ د خبر له مخې چې دغه ستوری له ځمکې څخه ۵۰۰ کاله لرې پروت دی.
دغه وېبسایټ لیکلي چې د دغه ستوري قطر د ځمکې د قطر په پرتله دوه ځله، او حجم یې هم له ځمکې څخه ۱۶ ځله زیات دی.
دغه وېبسایټ د پوهانو د وینا له مخې لیکلي دي، «دغه ستوری چې لمر ته څېرمه واقع دی، نو کېدای شي ژوند هم نه وي پکې.»
دوی زیاته کړې ده چې دغه ستوری د خپل لمر څخه په ۴۲۳ ورځو کې په چورلیز ډول تاویږي.


















