امرالله بهير
________________
رسول اللهﷺ ماما کيږي.
وايې په اوو ورځو کې په اسلام کې زه دریم کس يم يا د اسلام دريمه برخه يم.
په ۱۷ کلنی کې يې اسلام قبول کړی.
د سعد رضی الله عنه مور پر سعد نهايت ډيره ګرانه وه او دی په دي مشهور هم وو ده چي کله اسلام قبول کړ مور يې وويل تا د پلار او نیکه دين پري ايښی ده؟
سعد رضی الله عنه وويل: هو هغه باطل دين وو.
مور يې ورته وويل: که بيرته خپل دين ته وانه وښتي تر هغه به زه ډوډۍ نه خورم، اوبه به نه څښم او ويښته نه ځمنډوم.
ده ورته ډيري زارۍ ورکړي خو مور يې نه منل.
اخير يې ورته وویل: والله که ستا ۱۰۰ ساګاني هم وي او سل ځله مړه شي او ژوندي شي زه به خپل دين نه پريږدم.
که خوراک کوي وي که که يې نه کوي مه يې کړه.
مور يې قسم وخوړه چي زه به خپل زوی ته خبري نه کوم ترڅو خپل دين ته وانه وړي.
چي بيا دا ايتونه نازل شو.
[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 8]
وَوَصَّيْنَا الْإِنسٰنَ بِوٰلِدَيْهِ حُسْنًا ۖ وَإِن جٰهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِى مَا لَيْسَ لَكَ بِهِۦ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَآ ۚ إِلَىَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ.
لومړی غشی ويشتونکی په اسلام کې او لومړی د کافر وينه تويوونکی صحابي سعد رضی الله عنه وو.
سعد رضی الله عنه د مکي ترڅنګ عبادت کولو هغه وخت چي مسلمانان ډير کمزوري وو څو مشرکين راښکاره سوه او په ده پسې یې وخندل چي کله دی د عبادت څخه فارغ سو پسې ورغلو او په لار کې د اوښ يو غټ هډوکی پروت وو او هغه يې راواخيست ورغلو هغوی کې يې په يو مشرک ګذار وکړ او د هغه وينه يې توی کړه.
د هغه ۶ کسانو څخه دی چي عمر رضی الله عنه د خلافت لپاره نوماند کړي وو.
او هغه ۶ کسانو کې وو چي رسول اللهﷺ کله وفات کيدو له دوی راضي وو.
د احد په غزوه کې د طلحه رضی الله عنه سره د رسول اللهﷺ دفاع ده هم کړي ده او رسول اللهﷺ به ده ته غشي ورکول او ده به ويشته؛ دي وخت کې رسول اللهﷺ ورته وويل: سعده! غشي وله زما مور او پلار دي په تا قربان وي.
د صلحي حديبيې تړون کې هم سعد رضی الله عنه وو. ۱۴۰۰ کسانو د رسول اللهﷺ سره په مرګ بيعت وکړ.
دا اياتونه نازل سوه.
[سُوۡرَةُ الفَتْح : 18]
لَّقَدْ رَضِىَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثٰبَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا
رسول اللهﷺ الله تعالی ته دعا وکړه ويل: يا الله تعالی سعد چي څه غواړي او کمه دعا کوي هغه ورکوه او دعا يې قبلوه دري ځله يې دغه دعا وکړه.
نو د سعد رضی الله عنه دعا الله تعالی نه ردوله.
د عمر رضی الله عنه خلافت کې سعد رضی الله عنه په کوفي حاکم وټاکه يو وخت يې د هغه د سېمې د خلکو څخه د هغه په باب پوښتنه وکړه ټولو خلکو يې صفت وکړ، خو يو سړي وويل چي سعد په فيصلو کې عدل نه کوي او غنيمت کې غلا کوي او جهاد ته نه ځي.
سعد رضی الله عنه سخت خفه سو او وي ويل: يا الله تعالی که دغه سړی دروغجن وي ړوند يې کړه عمر ډير ورکړه او فتنو ته يې مخامخ کړه، چي څه موده مخکې الله تعالی دغسې کړ چي د عراق په بازارونو کې ګرځيدو او کوچنی جنکۍ يې تنګولي، سپين ږيری سوی وو او ړوند وو، چا پوښتنه ځني وکړه چي ولي داسي يې ده ورته وويل دا د سعد رضی الله عنه ښېرا وه.
يو سړي يو ورځ علي، طلحه او زبير رضی الله عنهم ته سختي ښکنځلې وکړي سعد رضی الله عنه ورته وويل چپ شه! دا چاته بد رد وايې.
هغه نه منع کيدو سعد رضی الله عنه ورته وويل: نو بيا به ښېرا درته وکړم هغه ورته وويل: ته ما ته اختار راکوي ته خو د پيغمبرۍ دعوه دار يې.
بيا سعد رضی الله عنه لمونځ وکړ او الله تعالی ته يې لاسونه لپه کړل.
ويل يا الله تعالی! دا سړی هغه چاته ښکنځلي کوي چي ته تري راضي يې او د جنت زيری دي ورکړی دا سړی د عبرت لپاره يو نمونه وګرځوه.
چي بيا وروسته هغه سړی اوښ په ځمکه ومروړه او ټوټه ټوټه يې که.
يوه ورځ رسول اللهﷺ په مجلس کې ناست وو صحابه کرام هم ناست وو رسول اللهﷺ وويل کوم څوک چي په دغه دروازه راځي دا به جنتي وي چي بيا سعد رضی الله عنه راغلو دا دري ورځي دا کيسه تکرار سوه.
عبدالله بن عمر بن العاص رضی الله عنه ويل چي زه به دده سره ميلمه کيږم او دده اعمال به ګورم.
چي کله یې ميلمه سو نو دهغه اعمال ټول عادی وو.
بيا سهار ميلمه ورته وويل داسي کوم اعمال دي چي ته یې له موږ مختلف کوي؟
سعد رضی الله عنه وويل: چي په دي دنيا کې داسي مسلمان نسته چي زما په زړه کې د هغه لپاره څه خبره وي.
يو وار د کوفي خلکو عمر رضی الله عنه ته ليک وليږه د سعد رضی الله عنه په شکايت په کې ليکلي وو چي سعد رضی الله عنه لمونځ نه ده زده په هغه طريقه يې نه کوي چي رسول اللهﷺ کولو.
نو عمر رضی الله عنه سعد رضی الله عنه له کوفي راوغوښت او دا ليک يې ورته وښود هغه مُسکی شو او وي ويل: امرالمومنينه! والله زه هغسې لمونځ کوم څنګه چي رسول اللهﷺ کولو.
يعني د خلکو له خبرو څوک نه خلاصيږي.
عمر رضی الله عنه چي کله سعد رضی الله عنه د عراق حاکم وټاکه نو خط يې ورته وليکه ليکلي يې وو: سعده! دا خبره ياد ساته په دي دوکه نه شي چي زه د رسول اللهﷺ ماما يم عدل به کوي او په قرآن او سنت به عمل کوي.
نو سعد رضی الله عنه په دي خوشحاله سو.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه يو چا پوښتنه وکړه ويل: ته عثمانی يې او که علوي يې.
عبدالله بن عباس رضی الله عنه ورته وويل: زه نه عثمانی يم او نه هم علوي يم زه محمدي يم.
د فارس او عراق سېمه د سعد رضی الله عنه په امارت کې فتحه سوي
کله چي د علي او معاويه رضی الله عنهما ترمنځ کمه خبره راغلي وه، نو سعد رضی الله عنه بې طرفه پاتي شو.
د سعد رضی الله عنه وراره هاشم ابن عتبه يوه ورځ راغلی ورته ویې ويل: اي کاکا دلته ۱۰۰۰۰۰ توري دي چي تاويني چي ته حقدار يې او ستا د امر انتظار کوي، ته هيڅ نه کوي.
سعد رضی الله عنه وویل: ته دي ټولو ۱۰۰۰۰۰ خلکو ته ووايه چي ماته په دي تورو کې يوه توره داسي پيدا که چي زه پر مؤمن ګزار وکم ګزار يې نه لګي او چي په کافر ګزار وکړم ګزار يې ولګي.
نو هغه وويل داسي توره خو نشته نو ده وويل چي نشته نو جنګ يې منځ کې نشته بلکې دا يو فتنه ده.
په مهاجرينو کې اخيرنی صحابي وو چي وفات شو.