دا چې ړنګ ،بنګ پر دغه لاره ځمه

ثاقب خپلواک

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا چې ړنګ ،بنګ پر دغه لاره ځمه
ستا لاهوتي عشق کې تر داره ځمه

یمه چې مات ، رامات روان په مینه
شبګیر وهلی یم ، خماره! ځمه

ځم له منصور سره ، بیعت کومه
شیخه ! دا ستا له ستړي ښاره ځمه

زه مست شعار د پاکې مینې لرم
د ستړي ژوند له دې دیاره ځمه

مینې مې ستا له مینې رنګ اخیستی
ډار ماتومه، نور له ډاره ځمه

چې مې شي سترګې په سپیدو کې ښخې
تل د تیارو کې ، تر سهار ځمه

رضا دي نوره ، په جنون کې وینم
څېرې ګریوان، د دې لپاره ځمه

د کوثر جام غواړم ،د سر په بیه
په دغه مینه به تر یاره ځمه

خپلواکه ! خوښ یمه ، د غروو په مینه
د ګودر څنګ کې ،له چناره ځمه

مربوطه مطالب

Back to top button