پنجشنبه, فبروري 2, 2023
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د حق پر وړاندې د باطل پلوو هڅی!

ح ف جلال نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 24, 2023
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

د حق او باطل ترمنځ مبارزه د بشر له پيدايښت څخه را پيل او بيا تر ابده پورې به پر مخ روانه وي. باطل پلوو په هره زمانه کې د باطل دخپريدو بې دریغه هڅې کړې دي؛ الله تعالی فرمايي: ژباړه:
_پيغمبره! تادي غمجن نه کړي هغه کسان چې په کفر کې کوښښ کوي.[آل عمران:١٧٦].
_کفارو وويل: ابراهيم(علیه السلام) وسوځئ او دخپلو خدايانو کومک وکړئ![الأنبياء:٦٨]
_بې شکه کفار ددې لپاره مالونه خرچ کوي چې خلګ له سمې لارې کاږه کړي. [الأنفال:٣٦]
اوس هم باطل پرستان دتېر په څیر شپه او ورځ دباطل دخپريدو په هڅه کې دي او په دې لاره کې هیڅ دمايوسۍ او ستوماني احساس نه کوي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

دکتور محمد اسماعيل المقدم وايي: د جرمني هېواد ميشت يو ځوان راته وويل «سهار وختي په سړکونو او کوڅو کې عيسوي مبلغين (دعوتګر) خپاره شي او خپلې عقيدې ته دعوت کوي، سهار مهال په شپږ بجې يوې جرمنۍ پيغلي زما دروازه را وټکوله، زه چې کله پوه شوم چې موخه یې خپلې باطلې عقيدې ته بلنه ده؛ نو مې ورته خپل اسلام څرګند کړ او ورته مي وويل چې زه ستا بلنې ته هيڅ اړتيا نه لرم، ما چې د هغې په خپل دريځ ټينګار وليد نو مې دروازه دهغې پر مخ وتړله، خو هغه د بندي دروازې مخته نيم ساعت ولاړه وه او په هماغه ډول ټينګار يې خپلې عقيدې ته دعوت کاوه او زه يې باطل دين ته هڅولم.(علوالهمة ص۲۹۶)

شيخ عبد الحميد البلالي د دکتور عبد الودود شلبي له قوله ليکي: زه به ډير ځله په مادرید کې د دعيسوي مبلغينو په يوه مرکز تيريدم، چې ديوې ودانۍ په يوه انګړ کې به يې په يوه لوحه دا الفاظ ليکلي وو« عيسويت ته بلونکې ځوانه! موږ له تاسره دکور، دندې او پاسته بيستر ژمنه نه کوو، موږ تاته وايو چې ته به په خپل دعوت کې له ستوماني او ناروغۍ پرته بل څه نه وینې، ټوله هغه سرمايه چې موږ يې تاته وړاندې کوو؛ هغه لارښوونه، يوه ګوله ډوډۍ او په یوه تنګه خونه کې يوموټی بيستر دی، ستا بدله ټوله له الله تعالی سره ده او تاته که په دې لاره کې مرګ راغی نو ته به له نيکبختو انسانانو څخه شمېرل کېږي!
شیخ بلالي دپورته الفاظو په تبصره کې ليکي: دا ډول پارونکې جملې په سلګونو ځوانانو ته دتبشير انګيزه ورکوي او دنړۍ له مختلفو اطرافو څخه دې کار ته ځوانان را ټولوي، وروسته دغه ځوانان باطل دین ته ددعوت په موخه وچو دښتو ته ځي او هلته له بدبويې او ميکروبونو څخه په ډکو خيمو کې پرته له کومې دندې او معاشه ژوند تيروي، که دغه ځوانان د خپلې وړتيا سره سم کار وکړي نو هر يو به زرګونه ډالر وګټي، خو مګر دوی دا هرڅه د باطل لپاره قرباني کوي.
نوموړی وروسته ليکي: زما ښه په ياد دي چې په هند کې يو بزګر هندو خپل کار پريښود او راغی د پاچا شاوخوا ددې لپاره ګرځيدو چې له هندوانو څخه چنده راټوله کړي تر څو په هند کې دبابري په نامه ستر مسجد ونړوي او بیرته د هندوانو عبادت ځای وګرځي(المصفى من صفات الدعاة ۱۷۴/۲)

یو عرب عالم کيسه کا: په يوشمېر تور پوستو خلګو تيريدم چې په منځ کې يې يوه ځوانه ښځه ناسته ده او تور پوستي خپل دین ته را بولي، په داسي حال کي چي تور پوستي ورته له خندا شنه وو او هیڅ دکرکې څرک په کې نه ليدل کيده، ما له ښځې وپوښتل:
_دا کار دچا په اراده کوې؟
_د خپل راهب په اراده.
_نه غواړي چې له دې کاره لاس په سر شې؟
_نااا هيڅکله نه!
_دا کار له څه وخته راهيسي کوې؟
_ اته کاله کيږي.

د مسیحیانو مشر زويمر په يوه غونډه کې ګډونوالو ته وويل: موږ کولای شو درې ډوله مسلمانان مسيحيت ته داخل کړو:
۱_هغه ماشوم چې داسې سرپرست ونه لري چې هغه ته يې اسلام ور پيژندلی وي.
۲_هغه څوک چې په اديانو پورې ټوقي کوي او فقيري او غريبي ورباندې زور کړی وي .
٣_ هغه څوک چې غواړي شخصي اهدافو ته ځان ورسوي.
پايله!!!
مسلمانه وروره! باطل پرستان خپلو باطلو ادیانو او افکارو ته د پراخو وسائلو لکه فيلم، کتاب، سریال، راډيو او ټلويزيون له لارې په مختلفو ډګرونو کې لکه تعلیم، روغتيا، مؤسسې، کليساوې او نورو ټولنيزو ډګرونو کې پراخ دعوت پیل کړی او شپه ورځ په دې هڅه کې دي چې مسلمانان له خپل دين څخه واړوي او د باطو ادیانو پلویان یې جوړ کړي؛ نو په دې اساس لازمه ده چې موږ هم په مختلفو ډګرونو کې له مختلفو لارو څخه خپل دين ته دعوت پیل کړو، دځوان نسل سالمه تربيه وکړو، خلګ په واقعي توګه په دين خبر کړو، حق او باطل ورته جلا کړو او په خپلو اسلامي ارزښتونو يې باور پياوړی کړو.

مخکینې مطلب

دا چې ړنګ ،بنګ پر دغه لاره ځمه

بل مطلب

په بریتانیا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک شوي‌

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
مقالې

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
خبرونه

افغان حکومت د پېښور په یو جومات کې پرونی برید په کلکو ټکو وغانده

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 31, 2023
خبرونه

اسلام اباد؛ افغان سفارت پېښور کې پر جومات بريد په کلکو ټکو غندلی

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023
خبرونه

پاکستان او روسیې افغانستان کې د تلپاتې امنیت پر اړټیا ټینګار وکړ

نشرونکی: احسان تکل
جنوري 30, 2023

وروستي

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 2, 2023
0

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 1, 2023
0

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

انسان د خولې شاته دی!

نشرونکی: ح ف جلال
فبروري 1, 2023
0

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار د ختمېدو نېټه زيات شول

نشرونکی: ح ف جلال
جنوري 31, 2023
0

ډیر کتل شوي

  • روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پاکستان: پولیسو د ‘عوامي مسلم لیګ’ ګوند مشر شیخ رشید احمد نیولی

حیرتان بندر کې انتقالات د لنډ وخت لپاره معطل شوي

افغان حکومت: پاکستان کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

ټليفون څنګه استعمال کړو؟

د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه

روڼتیا نړیوال سازمان: د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان له فساد سره مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي

انسان د خولې شاته دی!

شاید سبا یو بل پول ( پول سوخته) شي

امریکایي جنرال: ممکن په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین ترمنځ جګړه وشي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com