د یوه شیعي او یهودي نادره کیسه
حامد افغان
اﺑﻦ ﻗﺪﺍﻣﺔ ﺍﻟﻤﻘﺪسي (وفاة:٦٤٣) رحمه الله لیکي: شیخ ابوبکر الحراني په کال: 597هـ کې کیسه راته کوله چې د دمشق، قاسیون غره کې د “الصالحین” کوڅې ته ورغلو ، هلته د علویانو (اهل تشیع) د یوه مشر کره مېلمانه شوو، هغه زموږ ډېر عزت او ښه مېلمه پالنه وکړه، د اهل تشیع د دې مشر یو یـ.ـهودی خادم و، چې ده ته ډېر نږدې و او ده خپل ډېر مسؤلیتونه ورته سپارلي و.
زموږ یوه ملګر هغه شیعه مشر ته وویل: مشره! ټولې چارې دې ښې او په زړه پورې روانې دي، الله د شرافت، سخاوت او غیرت صفتونه درکړي دي، خو دا یو کار دې خوندور نه دی، هغه دا چې یو یهـ.ـودی غلام دې دومره درنږدې کړی! دا کار مو سم نه بولم.
شیعه مشر ورته وویل: ستاسو خبره پر ځای ده، خو ما ډېر غلامان او مینځې اخیستي دي، مګر د دې یهـ.ـودي غلام په څېر امانتدار او اخلاصمن غلام مې تراوسه نه دی لیدلی، دی زما ټول کارونه په ډېر اخلاص، صداقت او امانتداري سره مخته وړي او زه یې له زیاتو کارونو بېغمه کړی یم
مجلس کې یوه سړي ورته وویل: کله چې دومره ښه دی نو د اسلام منلو دعوت ولې نه ورکوې؟! شاید مسلمان شي، په دې سره شیعه مشر خپل غلام راوغوښت، هغه چې راغی ویې ویل: زه پوه شوم چې تاسو زه څه شي ته راغوښتی یم … هغه ورته وویل: ستا بادار ته ښه پېژنې، د هغه سخاوت او فضیلت درته معلوم دی او دا هم چې هغه ستا سره مینه لري؟ غلام وویل: بلکل راته معلوم دی او زه هم مینه ورسره لرم، هغه ملګري ورته وویل: نو بیا ولې د دې.خپل مهربانه مشر دین (اسلام) نه منې؟!
غلام وویل: تاسو پوهیږئ چې زه یهـ.ـودی یم، عزیر/موسی علیهما السلام محترم او عزتمن نبي بولم، که زه پوه شم چې زموږ یهـ.ـودو کې داسې خلک شته چې زموږ د پیغنبر مېرمن فاحشه او زانیه بولي، د هغې پر پلار لعنتونه وایي او د هغه ملګري ښکنځي؛ نو هیڅکله به زه د داسې یـ.ـهودیت پیروي ونه کړم، نو اوس که زه اسلام قبلوم د چا اسلام قبول کړم … ؟
هغه ملګري ورته وویل: د خپل بادار شیعه مشر دین ومنه! غلام وویل: د ده اسلام زه نه منم! ځکه دی د خپل پیغمبر په مېرمن عائشه کې څه ډول خبرې کوي؟! دی د خپل پیغمبر درانه او خواږه ملګري: ابوبکر او عمر (رضي الله عنهما) څومره سپک یادوي؟! او دا زما ضمیر نه مني چې د محمد (ﷺ ) دین مې منلی یي، خو په مېرمن یې تهمتونه او تورونه لګوم او ملګري یې ښکنځم، تر دې خو زما خپل دین (یهـ.ـودیت) راته ښه دی!
د یهـ.ـودي غلام له دې خبرو وروسته شیعه مشر څه وخت چوپ او په چروت کې کېناست! وروسته یې غلام ته وویل: لاس راکړه! هغه چې لاس ورکړ؛ ویې ویل: {ﺃﺷﻬﺪ ﺃﻥ ﻻ ﺇﻟﻪ ﺇﻻ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺣﺪﻩ ﻻ ﺷﺮﻳﻚ ﻟﻪ ﻭﺃﻥ ﻣﺤﻤﺪا ﻋﺒﺪﻩ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ} او زه پخپلو سپکو کړنو توبه ګار یم! یهـ.ـودي غلام د خپل بادار لاس په لاس کې نیولی و او زیاته یې کړه چې زه هم وایم : {ﺃﺷﻬﺪ ﺃﻥ ﻻ ﺇﻟﻪ ﺇﻻ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺣﺪﻩ ﻻ ﺷﺮﻳﻚ ﻟﻪ ﻭﺃﻥ ﻣﺤﻤﺪا ﻋﺒﺪﻩ ﻭﺭﺳﻮﻟﻪ}. او دا چې د اسلام هر مخالف دین باطل دی.
ویل کیږي له دې وروسته شیعه مشر پاک مسلمان وګرځید او غلام یې هم له یـ.ـهودیت بېزاری او رښتینی مسلمان شو. النهي عن سب الأصحاب، للمقدسي (١١٣)