هلمند کې طالبانو ۱ ماموریت او ۲ مرکزونه نیولي دي

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې بېګاه شپه ۲ بجې د دوی د جنګیالیو له لورې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته څېرمه د افغان ځواکونو پر یوه مهم ماموریت او ۲ مرکزونو بریدونه ترسره شول، چې په پایله کې یې ماموریت او دواړه مرکزونه په ټولیزه توګه ونیول.
خبر پاڼې په دغه جګړه کې د ۱۵ تنو افغان ځواکونو د وژنې تر څنګ د خپلو ۲ جنګیالیو د ټپي کېدو خبر هم ور کړی دی.
خبر پاڼې همدا شان لیکلي دي چې له افغان ځواکونو څخه پاتې ۳ راکټونه، ۱ ثقیل، ۶ کلاشنکوفونه، ۲ امریکایي ټوپکونه او نور په زیاته پیمانه غنایم هم د دوی جنګیالیو ته لاسته ورغلي دي.
خبر پاڼې زیاته کړې ده، افغان عسکر چې له یاد ماموریت او مرکزونو څخه د کنډک په لوري وتښتېدل، سهار وختي ۵ بجې د دوی د یوه سرتيري (نیاز محمد کندهاري) له لوري په یوه شوبله کې چې ګڼ قوي منفجره مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، په یاد کنډک کې یې دننه سرتېری وکړ.
خبر پاڼې لیکلي دي چې په دغه سرتیري برید کې د افغان ځواکونو ګڼ شمېر شوبلې او وسائط تخریب شول، او ۳۰ تنه نور افغان پوځيان مړه او ژوبل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button