د بغلان مدني فعالان: ”امنیتي ځواکونو ولسي خلک وژلي دي”

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، ځانګړی راپور: احمدالله مهاجر
له څو ورځو را هیسې د بغلان ولایت مرکز ته اړوند په ډنډ غوري او شهاب الدین سیمو کې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي دي، دفاع وزارت یې هره ورځ د رسنیو له لارې ستاینه کوي، او وايي چې په بغلان ولایت کې امنیتی ځواکونه په پرمختګ کې دي، خو د مدني فعالانو په اند «امنیتي ځواکونو پر مختګ نه دی کړی، بلکې عام وژنه یې شروع کړې ده.»
د بغلان ولایت اوسېدونکو له افغان حکومت څخه د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د اوربند غوښتنه کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې په دې وروستیو جګړو کې ۸۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، او لسګونه زره نورې کورنۍ د ملي اردو د ړندو توپونو له وجې بې ځایه شوي دي.
همدا راز د یاد ولایت د شهاب الدین سیمې یو تن اوسېدونکی خیرالله شینواري په پلازمینه کابل کې له یو شمېر نورو اوسېدونکو او مدني فعالانو سره په ګډه خبري غونډه کې د امنیتي ځواکونو له لورې په ظلم سره د عام وژنې یادونه وکړه، او ویې ویل چې:
«په دغه ولایت کې له ملکي کسانو سره زور زیاتی کیږي، د کلیو خلک د طالب په نوم ځورول کیږي، د باغونو ونې یې اره کیږي، کورونه، جوماتونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه او نور عام المنفعه ځایونه یې ورانیږي، د جګړو له کبله ۱۷۰۰۰کورنۍ بې ځایه شوي، او تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي، ړنده بمباري روانه ده، چې قربانیان یې ملکي وګړي دي.»
شینواري زیاته کړه، درېیمه اونۍ ده چې د بغلان ولایت مرکز اړوند په ډنډ غوري، شهاب الدین او د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او د طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، خو دا جګړه د جګړې د قوانینو خلاف ده.
ده د دې خبرې په دلیل کې چې (د دې جګړې قربانیان ملکي وګړي دي) وویل:
«په دې جګړو کې تر اوسه پورې د څلوېښتو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۳۵ ملکیان وژل شوي دي، او ۶۵۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ټپيان شوي دي.»
ده همدا شان وویل چې شاوخوا ۳۰زره کورنۍ د جګړې له امله د ستونزو له ګواښ سره مخ دي، او له یادو سیمو څخه ۱۷زره کورنۍ بېځایه شوي دي، چې د بغلان د مرکز اړوند په خواجه الوان دښته کې شپې سبا کوي.
ده زیاته کړه چې اوسمهال ۱۷زره کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.
په دغه غونډه کې چې د ړنګو کورونو، جوماتونو او د یوه وژل شوي ماشوم تصویران را ځړېدل، د کابل د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند ورته په اشارې سره وویل چې:
«حکومت په بغلان کې يو طرفه جګړه کوي، هلته خلک وژني؛ دا کورونه دي، دا پوستې نه دي، دا جومات پوسته نه ده؛ دلته طالب نه دى اوسېدلی، دلته افغان اوسېدلی، او دلته مسلمان اوسېدلی.»
ده همدا شان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، تر څو په بغلان کې نسل وژنه بنده کړي، او په یادو سیمو کې دې د جګړو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
په دغه غونډه کې چې لږ تر لږه دېرشو کسانو ګډون درلود، یو پرېکړه لیک هم لاسلیک شو، چې پکې راغلي وو:
«د بغلان ولايت ولس په ځانګړې توګه د ډنډغوري، مرکزي بغلان او ډنډشهاب الدين معزز خلک له مياشتو راهيسې د يو نامتوازن، غيرقانوني، غيربشري او غيرمعياري جګړې په اور کې سوځوي، موږ په کلکه د ملکي وګړو د تلفاتو او عام المنفعه شتمنيو د ژغورنې غوښتنه کوو… په سيمه کې د عمدي تلاشيو، بېځايه وژنو او نيولو مخنيوی غواړو.»
خو د بغلان ولایت والي د یادو معترضینو دعوې نا سمې بولي.
له بلې خوا د کډوالو د چارو ریاست مشر محمد نعیم کاکړ وایي، چې د جګړو له امله یې ۱۲۰ بې ځایه شویو کورنیو ته بشري مرستې رسولي دي، خو ولسي وګړي وایي چې داسې مرستې یې درد نشي دوا کولی، او باید ژر تر ژره جګړه په سیمه کې ودرول شي.



