په امریکا کې یو سپین پوستي عیسايي ترورېست یو افغان په بېلچه وواژه

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، فرید احمد
د امریکا ولسمشر که څه هم څو ورځې وړاندې وویل چې «پر اسلام برید په ټولو ادیانو برید دی» خو د ده دا خبره هسې د خولې خبره ده، ځکه په امریکا کې پر مسلمانانو او د دوی پر مقدساتو چې څومره تېری کیږي، د اوباما له یادې خبرې سره په پوره مانا ټکر لري.
دادی نن هم یوځل بیا د امریکا په پورټلنډ ښار کې یو افغانۍ (عبدالجمیل کامه وال) د یوه سپین پوستي ۲۷ کلن امریکایي له خوا د بېلچې په مټ په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوی دی.
نوموړی چې په یاد ښار کې د مسلمانانو خدمتګار وو، یوازېنۍ ګناه یې دا وه چې د مسلمانانو جوماتونو ته یې چندې کولې او خلک یې دین ته رابلل، او همدا شان نوموړي د ننګرهار ولایت په کامه کې چې د ده اصلي استوګن ځای وو، هم له خلکو سره د زدکړو او د نورو خوراکي توکو په برخه کې مرستې کړي دي.
که څه هم امریکايي رسنیو د پېښې خبر ورکړ خو یوازې دومره یې وویل چې قاتل یو سپين پوستۍ ۲۷ کلن امریکايي دی، هغه یې د نورو پېښو برخلاف یو ترورېست اعلان نه کړ، ځکه که چېرې په یوه پېښه کې یو کس ترورېست اعلان شي نو د پېښې د څېړلو لپاره به فنډ بیلیږي ترڅو د پېښې عاملین پیدا کړي، خو دا چې دا پېښه د مسلمان پر ضد یو عیسايي کړې ده، هغه یو عام قاتل اعلان کړ او پېښه به همداسې پاتې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button