روزګان کې ماین چاودنې ۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۲۴سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت د دهراوو ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي وايي چې نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې د دغې ولسوالۍ اړوند د پوځي شبلې په سیمه کې د پولیسو پر رېنجر موټر بمي چاودنه وشوه، چې ۱ عسکر پکې ووژل شو، او ۴ نور ټپيان شول.
خالقي وايي، د پېښې ټپیان اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
خالقي زیاتوي، ماین د لویې لارې پر سر اېښودل شوی وو، چې د پولیسو رېنجر موټر پرې ور برابر شو.
لا تر دا مهاله پورې یې په اړه وسلوالو مخالفینو څه نه دي ویلي.



