د سولې څلور اړخېزه کميټه  په  څلورو لارو  تقسيم  شوه!

«سرليکنه »

له يوې  نيمي  مياشتې  راپه  د يخوا يوځل  بيا د افغانستان يعنې  په  هېواد کې د سولې لپاره هلې ځلې پېل شوي دي . له دې دمخه هم ددواړو هېوادونو ترمنځ دسولې  او  امن جرګې  په  کابل  او اسلام آباد کې  جوړې  شوې  وې ؛  خو تېرو جوړو جرګو څو  ورځې رسنيو کې  بحثونه  ګرم  وساتل  او د لږ څه  وخت  په  تېرېدو  سره تر  واورو ساړه شول.

اوس  چې  د سولې څلور اړخېزې کمېټې په  هېواد کې  د سولې  ميکانيزم  په  نوې  بڼه  پېل کړی دی.

 خپله  د څلور اړخيزې کميټې  د استازو؛  امريکا ، چين ، افغانستان  او پاکستان لخوا ورته  زياته  هيلمندي  ښودل شوې ده ، چې  په درې  واړ وغونډو کې  رسنيو ته په خپله هيلمندۍ کې  زياتوالی  راولي ؛ خو ددې څلور اړخيزې کميټې  په  نظرونو کې  يوالی  نشته او د نوم  مطابق  د سولې څلور اړخيزه  کميټه  په  څلور و لارو تقسيم  شوه ، چې  په  دې څلورو لاروکې  د هېواد  د مسئلې حل  ناشونی  ښکاري.

 داچې  ولس  ورته  زياته  هيله لري،  دا ده اوس د جګړې  له  امله  د نورو ستونزو سره سره د بې کورۍ  او بې روزګارۍ  چې  په ټولنه  کې  د ناامنيو  له  امله  رامنځ  ته شوې د  ولس ژوند يې  تريخ  کړی  دی.

په  څلور اړخيزه  کميټه کې  د هېواد (افغاني)استازي  سولې ته تر نورو غونډو زياته ليوالتيا ښکاره کوي ، چې  سوله  منځ  ته  راشي ؛ خو خپله يې څو ځلې  په  غير مستقيم ډول  اعتراف  کړی  دی ،  د سولې  لپاره  واک  او اختيار نلري،  چې  په  خپل  سر کومه موافقه  وکړي  .

په څلور اړخيزه  کميټه کې ، چې  دوه  ځلې  يې  د هېواد په  سوله  کې  خپل  نظر په تېرو غونډو کې  ښودلی  او هغه  نه يواځې  دا چې  د افغانستان  د ناامنيو په اړه  مثبت نظر لري ؛ بلکې  په  خپل  هېواد کې  هم  د ناامنيو د خطر  په  اساس غواړي   د افغانستان مسئله  په سوله  ييزه  توګه  حل کړل  شي.

پاکستان  چې  په  تېرو غونډوکې  پرې  ولسمشر اشرف غني  او ډاکټر عبدالله  خپله  بې باوري  او ناهيلي  رسنيوکې  په  ډاګه  کړې  وه  اوس  يې  ديوې ژ منې  سره  څلور اړخېزه غونډه کې  باور  له لاسه ورکړی دی  غواړي  يو څه  وکړي  چې د افغان چارواکو او افغان ولس  ته  د خپل  لوري  ژمنه  د خپل وس مطابق  پوره  کړي.

دپاکستان  د صدر  اعظم  سلاکار سرتاج  غزيز  ژمنه کړې وه،  چې  په  راتلونکې غونډه کې به تصميم  نيسي . د منځلار و او تندلارو نومونه  يې  يادکړي وو، که  کومو د افغان دولت مخالفو وسلوالو په مذاکراتو کې  دګډون  او سولې  نه  انکار کاوه  د هغوی په اړه  به  بل تصميم  نيسي؛  يعنې  پر خلاف  به  يې  مبارزه کوي.

 څلورم  نظر چې د افغاني چارواکو ،چين  او پاکستان سره هيڅ  اړخ  نلري  هغه  د امريکايي استازو نظردی  چې  امريکا هيڅ  وخت  په  افغانستان کې سوله نه غواړي،  هڅه کوي د سولې  او په يوه اوبله  پلمه په افغانستان کې خپل شتون دايم کړي.

 چې  دافغانستان  د سولې  په  غونډوکې  د هند، ايران  او روسيې، دګډون  يادونه  شوې ده د پښتو متل دی، مشوړه چې انجړيږي سمون يې اوږديږي . اوس به  د نورو غونډو  دګډون لپاره  ايران، هنداو روسيې  په اړه  مشورې کيږې  چې د افغان پلاوی  بې واکه ، دچين (منځګړتوب) د پاکستان  د ژمنې او امريکا مخالفو څلورو  نظرونو څلورلارې جدا کړې چې  يو د بل سره اړخ  نه لګوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button