شاعر/ دروېش درانی
سره زخمونه په مثال د سرو غالبُوزو
په فضا کې د وطن دي را الوتي
په فضا کې د وطن دي را الوتي
د وګړو په بدن پورې دي نښتي
انسانان دي لېونو غوندې په منډه
انسانان دي لېونو غوندې په منډه
هر طرف ته فريادونه دي، ژړا ده
په وطن كې مو د جنګ داسې بلا ده
په وطن كې مو د جنګ داسې بلا ده
چې نه سترګه، نه يې غوږ، نه يې سپږمه شته
ټول بدن يې دی غاښونه او غاښونه
ټول بدن يې دی غاښونه او غاښونه
سر تر نوكه يې وجود دیژامي ژامي
روغي وني او ښاخونه خوري بې درېغه
روغي وني او ښاخونه خوري بې درېغه
د كورونو دېوالونه خوري بې درېغه
د وګړو اندامونه خوري بې درېغه
د وګړو اندامونه خوري بې درېغه
دا خوراك به وركوو تر كومه وخته
دا بلا به زياتي باسو له وطنه
دا بلا به زياتي باسو له وطنه
دا وطن به يو ځل بيا ودانول وي
څيري څيري دېوالونه ګنډل غواړي
څيري څيري دېوالونه ګنډل غواړي
هم شړۍ او هم شالونه ګنډل غواړي
خو دا كار لري لالېه ډېري ستونزي
خو دا كار لري لالېه ډېري ستونزي
دا په دا چي موږ له لاسه دي وركړي
دومره سترګي، دومره پښې، دومره سرونه
دومره سترګي، دومره پښې، دومره سرونه
چي حساب ئې وهيچا ته معلوم نهْ دی
په دې ورځو كي به كار له سپما اخلو
په دې ورځو كي به كار له سپما اخلو
اندامونه له دې قامه سره لږ دي
روغ بدن وهر سړي ته نهْ رسېږي
روغ بدن وهر سړي ته نهْ رسېږي
په يَوهْ پوست كي به دوه تنه اوسيږو
په يَوه خُلهْ به څلور كوو خبري
په يَوه خُلهْ به څلور كوو خبري
دايووخت دی،داسي وخت دی،پر موږباندي
چي تا دواړې پښې بايللي دي په جنګ كي
چي تا دواړې پښې بايللي دي په جنګ كي
زهْ هم نهْ لرم په تن پورى لاسونه
په يواځي سر نه ته شې څه كولاى
په يواځي سر نه ته شې څه كولاى
او نه زه د څه كولو وس لرمه
ځه چي دواړه يو وجود او يو بدن شو
ځه چي دواړه يو وجود او يو بدن شو
تهْ زما په پښو روان شه خپل منزل ته
زهْ به ستا په لاس غلمينه ډوډۍ خورمه
زهْ به ستا په لاس سپڼسی او ستن را وا خلم
څيري څيري دېوالونه به ګنډمه
دا مثال به ټول اولس ته يو مثال شي
ټول وګړي به نزدې شي و يو بل ته
ړوند به لاره د كاڼه په سترګو ويني
كوڼ به اوري د ړانده په غوږ سندره
په شريكه به وطن ودانول وي
كروندې به زياتي نهْ پرېږدو بې كښته
اندامونه به كرو په كړه كړه
دايووخت دی ،داسي وخت دیچي موږوينو
د قميص لستوڼي دوه وي خو لاس يو وي
دوې مو چڼي انتظار وي يوې پښې ته
دا كمَی پوره كول غواړي په ګډه
دا كمَی پوره كول غواړي په ګډه
زياتي نه كوو له دغه كاره ډډه
لا تر كومه به په وينو وي ككړه
لا تر كومه به په وينو وي ككړه
د غنمو په بُوى خپله فضا مينځو
سر تر پايه به وطن په رڼا مينځو
سر تر پايه به وطن په رڼا مينځو

















