لنډه کیسه
لیکوال: نقيب الله احـــــمـدي
سعيد د شپې تېرولو لپاره ماښام نا وخته د کلي په بر سر کې د خټين کور دروازه وټکوله، د دروازې له شا نه غږ راغی څوک يې؟ سعيد يم دروازه خلاصه شوه سعيد کورته ننوت. د ډوډۍ له خوړلو وروسته سعيد وويل ډېر وخت وشو کورته نه يم تللی، چې د مريض پلار به مې څه حال وي، او مورکۍ مې هم ډېره يادېږي. صبا به ان شاءالله يو ځل ديدن ته ورشم.
د کور له څښتن څخه يې پوښتنه وکړه ګلبت اکا شپه دلته تېره کړم او که ځای بدل کړم؟ ګلبت اکا ورته وايي ملاصيب ناوخته راغلې چا به نه يي ليدلی زوروره خپل خوب وکه، سعيد هم نن ډېر پياده مزل کړی وو توان يې نه درلود، چې ځای بدل کړي د ګلبت اکا خبرو يې زړه نور هم ډاډه کړ او د ماخستن د لمانځه له ادا کولو وروسته په بستره کې وغځېد او د ډول ډول خيالونو په بهير کې پرې خوب غلبه وکړه او ويده شو.
د شپې دوه نيمې بجې وې په دربي له خوبه را ويښ شو، چې ښه بيدار شو ګوري چې چاپه ده، ترجمان غږ کړ چې هيڅوک هم له خپل ځايه حرکت ونکړي ټول محاصره ياست، په دې حالت کې څو تنه امريکايان د سعيد د خونې په طرف په داسې حالت کې ورغلل چې په ټنډو يې سيارې بتۍ لګېدلې وې، او د ټوپکو شپېلۍ يې مخامخ د کوټې په لورې نيولې وې.
امريکايان کوټې ته ورننوتل له سعيد سره اسلحه نه وه نو امريکايانو ونيو او له ځان سره يې چورلکو ته پورته کړ، او په شپه-شپه کې يې د بګرام هوايي ډګر زندان ته ورساوه.
سعيد د ځان په بندي کېدلو خفه نه وو د پلار مريضي د مور او وړوکي ورور يواځيتوب ډېر ځوراوو.
د بګرام په زندان کې له يو کال بند وروسته يې سپين سرې مور د کلي له حاجي حسين اکا څخه پنځه زره روپۍ پور کړې او د سعيد د ملاقات په تکل له خپل دولس کلن زوی سره کابل ته روانه شوه، په ډېرو تکليفونو د باګرام هوايي ډګر ته ورسېده نو هلته، چې د بنديانو ملاقات د انټرنټ په واسطه کېږي له ډېر انتظار وروسته د ملاقات وخت را ورسېد او د ليدلو خونې ته ننوتل په غټه شيشه کې دوه تنه امريکايان را ښکاره شول سعيد يې له مټو نيولی وو او په څوکۍ يې کېناوه، د سپين سرې مور له خولې نه وړه کريګه ووته؛ اخ سعيده زويه! بيا لږ را سمبال شوه وړکي احمد ورته وويل ادې سعيد کاکا څه درته وايي: أ بلا دې واخلم سعيده زويه څنګه يې کاشکې دي تا په جای زه بندي وای، سعيد ورته وايي ادې جانې خير ده ژاړه مه څنګه يې؟ أ بلا دې واخلم زويه زما ښېګړه به څه وي سي په داسې حال وي. خير ده ادې حوصله کوه دا به د الله رضا وي ابا جان څنګه وو؟ زويه د ابا پوښتنه دې مه کوه د مرګ په بستره پروت ده، چې ته بندي شوی يې ټوله ورځ ژارړي أبله ورځ يې راته وويل، چې زه خو نشم ورتلای ته خو يو وار د سعيد پوښتنې ته ورشه، بيا مې له حاجي حسين نه پنځه زره روپۍ پور کړې خدای دې ښه ورسره وکړي او په تکليفونو درته راغلم.
د سعيد زړه را ډک شو د پلار مريضي، دکور غربت او سپين سرې مور يې د سخت فقر او خوارۍ په حالت کې د بګرام هوايي ډګر په يوه کوټه کې له وړوکي ورور سره ولاړه وه، او ده له يوه لرې ځای څخه د انټرنټ په واسطه د تلويزون په شيشه باندې ليدل په سترګو کې يې اوښکې راغلې او په ژړغوني غږ يې مورته وويل ادې جانې خير ده صبر کوه خدای به مې ژر در خلاص کړي.
مور ورته وويل خدای دې د ظالمانو کور ړنګ کي، په دې حالت کې احمد ورته وويل سعيد کاکا څه وخت به را خلاصېږې وريندار هم هره ورځ ژاړي او تا يادوي، په دې حالت کې يې د بوډۍ مور نظر بل لورته وو، چې وخت پوره شو او د سعيد پښو او لاسو ته زنځيرونه واچول، احمد چيغې کړې ادې ادې الته ګوره سعيد کاکا يې په ځنځيرو وتاړه مور يې چې وکتل خپل نازولی زوی يې وليد، چې امريکايانو په زنځير تاړه، نور به د غم اوچتولو زغم ورسره نه وو له خولې يې د يوې چيغې په وتو سره زره ترکه وچاوده، خپل غمجن او ستومانه روح يې د کايناتو رب ته وسپاره.
احمد په رډو رډو کله مظلومې مور او کله د تلويزون شيشې ته کتل چې توره پرده پرې را وغړېده او بيا يې چيغې کړې ادې وا ادې جانې!!!…..

















