کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د لغمان ولایت له الینګار ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې نن ماسپښین ۲بجې وسله والو طالبانو د قصبه او شینکاري په سیمه کې د اربکیانو په پوستو پراخ بریدونه وکړل.
چې د برید په پایله کې ۳ پوستې په مکلمه توګه د طالب وسله والو لاسته ولوېدې، او ۱۳ اربکیان یې وژلي دي.
ځایي خلک وایي چې له اربکیانو څخه پاتې ګڼ شمېر نظامي توکي وسله والو طالبانو ته لاسته ورغلي دي.
او ۱تن طالب وسله وال هم وژل شوی دی، او ۲نور ټپيان دي.


















