کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې نن ماسپښین ۲ بجې د تېر په شان یو ځل بیا وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو پراخ بریدونه ترسره کړل،
د قبصه او شلینګار نومې سیمو کې جوړې شوې امنیتي پوستې طالب وسله والو له دوو ورځو څخه محاصره کړې وې.
د برید په پایله کې درې واړه پوستې د وسله والو طالبانو لاسته ولوېدې، او په پوستو کې مېشت ۱۳تنه عسکر وژل شوي دي، او ګڼ شمېر نور ټپیان دي، او نور یې تښتېدلي دي.
له امنیتي ځواکونو څخه پاتې ۶کلاشنکوفونه، ۱ثقیل او ګڼ نور مهمات د طالب وسله والو لاسته ورغلي دي.
ځایي خلک وایي چې د همدې ولسوالۍ په چینچار پله سیمه کې د امنیتي ځواکونو کومکي عسکرو سره د طالب وسله والو سخته جګړه رامنځته شوه، چې د برید په اړه پوره مالومات نه دي تر لاسه شوي.

















