کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت خاص روزګان ولسوالۍ کې بېګاه شپه وسله والوطالبانو د زاړه بازار په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ۲ پوستې تر برید لاندې راوستې.
بریدونو کې چې سپکې او درنې وسلې وکارول شوې، د یو څه مقاومت وروسته دواړه پوستې د طالب وسله والو لاسته ولوېدې، او امنیتي ځواکونه په تېښته شول.
د امنیتي ځواکونو په تېښته اوس طالب وسله وال په سیمه کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي، او په امنیتي ځواکونو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه شوه.


















