کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
پاکستاني رسنيو ليکلي دي، چې د دې هېواد د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د يوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي او ګڼ نور ژوبل دي.
پېښه د دې ښار په وهاړي چوک کې رامنځته شوې ده، چې له امله يې ۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د چارواکو په وينا د پېښې ټپيان نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ملتان يوه امنيتي چارواکي زاهد سليم ګوندل رسنيو ته ويلي دي، چې په چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي دي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
يوه بل امنيتي چارواکي اظهر اکرام وايي، د چاودنې له ځايه د يوه مشکوک تن جسد هم موندل شوی دی، د هغه په وينا چاودنه د يوه موټرسايکل او رکشې له ټکره رامنځته شوه، چې په ظاهره په موټر سايکل بار چاودېدونکي توکي برېښي.
چاودنې ګڼ شمېر رکشې هم ويجاړې کړې دي.
د رسنيو په وينا سيمه اوسمهال د پوليسو په ولکه کې ده او د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخستې.

















