خپلواک افغان
په يو شمېر هېوادونو کې بريښنا دومره زياته او د وګړو د ژوند ټولې اسانتياوې يې پوره کړي دي چې د هغې ټولنې ځوان نسل د بريښنا د نشتوالې څخه ناخبره وي ؛ خو په ځينې هېوادونو کې چې بريښنا د ټولنې د اړتيا پوره کيدو توان نلري د بريښنا وزارت د مهالوېش (تقسيم اوقات) له مخې د هېواد بېلا بېلو برخو ته په خپل ويش يا تقسیم بريښنا ورکوي ، چې د بريښنا په ليږد کې کله نا کله ځنډ راشي ؛ خو د افغانستان په څير په يو شمېر هيوادونو کې يا د بريښنا نشتوالي او ياد ولسي وګړو غربت او تنګلاسي دهغوی خوني له رڼا څخه محرومه کړي وي.
فلپاين هم هغه هېواد دی چې يو شمېر وګړي يې په زيات غربت کې ژوند کوي او دژوند دنورو اړتياوو په پوره کولو سره دبريښنا دبل(بيل) ورکولو توان نه لري.
يوه فلپايني سائنسدان دخپل غريب ولس ولس لپاره د بريښنا يو داسې ګروپ جوړ کړی چې په يوه ګيلاس کې اوبه او مالګه واچول شي ځانګړي مثبت اومنفي تارونه چې د واړه همدي ګيلاس له اوبو بريښنا اخلي ګروپ روښانه کوي .
دا ساينسدان د فلپاين په يوه غريبه سيمه کې ژوند کوي چې دهغې سيمې وګړي د لمر د بريښنا د شيشو د رانيولو توان نلري دا فلپياني ساينسدان (ايسارای) نومېږي چې دا ډول ګروپ يې د تجارت لپاره نه ؛ بلکې د غريب ولس سره د مرستې په خاطر په خپل شخصي لګښت جوړ ګړی او ټولو غريبو وګړو ته يې وړيا ورکوي يا د ساينسدان وايي که دلت ددې ګروپ لګښت ومني ټولو فلپياني او د نورو هېوادونو غريبانو ته به ورسېږي ؛ ځکه زه دومره زيات وس نه لرم چې دنړۍ بې وزلو ته يې ورسوم

















