کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۲ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر “جلیل عباس جیلاني” په چین کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر “مولوي امیرخان متقي” سره په کتنه کې یوځل بیا افغانستان سره د دوه اړخیزو اړېکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي، چې ددې هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني په چین کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.
ممتاز زهرا بلوچ په خپله پاڼه ایکس کې لیکلي، چې جیلاني له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمه ییزو ننګونو د حل لپاره د اسلام اباد پر ژمنتیا ټینګار کړی.
د اغلې بلوچ په خبره جیلاني په دې کتنه کې وویل، چې د سیمې د ثبات پر وړاندې شته ننګونې باید د ګډې حل لارې او د همکارۍ په فضا کې حل شي.