
د ښونکي غوره صفات او مسؤليتونه
حسان مجاهد
١_ د زدکوونکو انفرادي توپيرونه لحاظول
هغه زدکونکی چې په غوږونو دروند وي، یا هغه زدکونکی چې په قد وړوکی وي او په هره خبره کې ښونکي ته د زدکوونکو تر اوږو ورګوري؛ ښونکی يې بايد ځان ته نږدې کینوي. هغه زدکونکی چې په ذهن کې کمزوری وي او په يوځل خبره نه شي درک کولای؛ ښوونکی يې باید نورو ذهینو زدکوونکو ته ور له غاړې کړي؛ تر څو په فارغ وخت کې ورسره مرسته وکړي. هغه زدکونکی چې تل په فکر کې ډوب او له سبق څخه زړه توری وي؛ باید وپوښتل شي او ښونکی يې مشکلات له منځه یوسي؛ شاید کورنۍ ستونزي ولري، شاید بې وزله وي، شاید ناروغ وي، شاید له کوم چا سره شخصي رقابتونه لري، شاید مرغوب الشکل وي او بدعمله وګړي یې تنګوي او دې ته ورته.
٢_ د زدکوونکو غير رسمي وختونه قیمتي ګرځول
ښونکی په شواروز کې صرف څلور-پنځه ساعته له زدکوونکو سره وي او په پاته شل ساعته کې زدکونکي يوازي وي؛ نو که ښونکی د زدکوونکو غير رسمي وختونه مصروف نه کړي، سبا ته چې ښونکی راځي؛ پرونی درس به يې هم له ذهنه وتلی وي؛ ځکه نو ښونکي ته لازمه ده چې له درس څخه د فراغت پرمهال زدکوونکو ته داسي څه ور له غاړي کړي چې دوی ورباندي مصروف وي او وخت يې قیمتي شي لکه: د نن سبق په نورو ژبو ژباړل(په دې سره به زدکونکي د ژباړې له فن سره ماهره شي)خپل شخصي معلومات، له خارجي مطالعې څخه اقتباس شوي مواد او يا ورځنی درس د مقالي په توگه ليکل(په دې کار سره به زدکونکي له ليکوالي سره بلد شي) ورځنی درس يادول او د يوې قاعدې لپاره څو نور مثالونه پيدا کول، د راروان درس ټول کتابونه په غور مطالعه کول او داسي نور.
٤_ خوشطبعي او مزاحي خبرې کول
ښونکي ته په کار ده چې ددرس په جریان کې يوه نيمه ټوکه یا طنزیه خبره کوي، درس ته په موسکا څيره راځي، زدکوونکو ته ددوی د طبعيت برابرې جالبې او زړه راښکونکي جملې وايي؛ ځکه که همیشه ښونکی زدکوونکو ته په خفه او تريو تندي درس ورکوي نو داسي درس په زدکوونکو درنیږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم کله صحابه کرامو ته مزاحي خبرې کولې، سترو إمامانو بعضي داسي کتابونه لیکلي دي چې په مطالعه یې د سړي خندا نه دريږي؛ دا ټول ددې لپاره چې زدکړې ته يوه خوشحاله فضا او ذهني آرامي رامنځته شي.
٥_ د زدکوونکي شخصیت جوړول
ښونکی باید د زدکوونکو شخصیت جوړونې، تهذيب، تأدیب او تزکیې ته هم پاملرنه وکړي؛ ځکه علم انسان ته ځیرکتیا ور بښې، له علم سره لازمه نه ده چې عالم به خامخا صالح انسان جوړيږي، بلکې علم کله د تکبر، عجب او داسي نورو مهلکو مرضونو لامل شي، په علم سره د سړي کمال نه، بلکې پوهه زياتيږي، کمال هغه وخت راتلای شي چې انسان صالح شخصیت جوړ شي، ډير صحابه کرام رضي الله عنهم په داسي حال کې د ولایت مقام ته رسیدلي وو چې علم یې نه وو کړی.
٦_ زدکوونکو ته خپل مسؤلیتونه ښودل
ښونکی باید زدکوونکو ته خپل مسؤلیتونه ور په ګوته کړي، ددوی همتونه لوړ جوړ کړي، دوی خپل راتلونکي ته متوجه کړي او دوی ته داسي فکر ور جوړ کړي چې سبا به تاسي دخلګو امامان او رهبران يئ، تاسو ته به خلګ په دیني او دنیوي مشکلاتو کې مراجعه کوي، تاسو به امت له ګمراهۍ ژغورئ، تاسو به راتلونکو نسلونو ته سبا زموږ(ښوونکو) وظیفه اجرا کوئ، او تاسو کولای شئ چې له حق څخه دفاع او د باطل مقابله وکړئ او ټول باطل اديان، عقائد، نظريات او دسيسې رد کړئ.
٧_ زدکوونکي له ټولنې خبرول
زدکونکي باید د تخیلاتو په یوه بیله جزيره کې داسي نه پريښودل شي چې هیڅ له ټولني او نړۍ سره بې ارتباطه وي بلکې زدکوونکي باید د ټولني له رسم او رواج، افکارو، سیاسي، اقتصادي او نظامي جریانونو او په ټولنه باندي د مسلطو وضعیتونو څخه با خبره اشخاص وي؛ تر څو هر زدکوونکی سبا ټولني ته د یو رهنما او مؤثر شخص په توګه وړاندي شي او د ټولني ټول فسادونه او مشکلات له منځه یوسي.
که ښوونکی پورته صفات او ځانګړنې پوره مراعات کړي؛ نو شاید داسي تاريخ جوړونكي اشخاص وروزي چې د اسلام او مسلمانانو پوره خدمت وکړي، د خلګو دیني او دنیوي مصالح خوندي کړي، سپيڅلی دین له تحریف او تبدیله وژغوري، د کفر مقابله وکړي، په ځمکه یو رښتینی اسلام حاکم کړي، د أعمالو او عقایدو اصلاح وکړي، راتلونکي نسلونه له ګمراهي وژغوري او د اسلامي امت د زخمونو لپاره دوا وګرځي.



