کابل ټکی کام احمدالله مهاجر
په اسیايي جام کې د شاملېدو لپاره د روانو لوبو په لړۍ کې نن د افغانستان او عمان ملي لوبډلو تر منځ لوبه پیل شوه.
دغه لوبې چې په بنګله دېش کې روانې دي، پرون هم د افغانستان او عربي متحده اماراتو تر منځ لوبه وشوه، چې لوبه افغانستان وبایلله.
د افغانستان د کرکټ بورډ لومړي مرستیال عزیزالله فضلي وايي، چې پرونۍ لوبه مهمه وه، خو زمونږ د ځينو نیمګړتیاوو له کبله وبایلل شوه، او نن به له عمان سره په لوبه کې د سمون هڅې وکړو.
















