د وردګو  پر روغتون  د دولتي ځواکونو بريد!

«سرليکنه »

دکندوز په  ښار کې  چې  د ناټو هوايي ځواکونو ددولت  د نظامي  چارواکو په مشوره او غوښتنه  په يوه  روغتون  بمباري  وکړه  نه يوازي دا چې د هېواد بېلابېلو علما‌وو، سياسي او تنظيمي مشرانو په دې  نيوکې  وکړې د ملګرو ملتونو د بشري  حقوقو د سازمان  لخوا هم  د ناټو او دولتي  پوځونه  په سرغړونه  تورن کړل  شول .

تېره  اونۍ  چې  د وردګو  ولايت  په  تنګي  سيدان سيمه کې  دولتي ځواکونو پر يوه  مرستندوی  روغتون  بريد وکړ او پکې  يې د روغتون يو ساتونکی او دوه تنه ناروغان په شهادت ورسول ، دولس له کرکې او نفرت سره مخ شول.

دهېواد دولتي ځواکونو دنده دولس د سر او مال ساتنه ده ؛ خو د ملي  يوالي حکومت امنيتي ځواکونه  له ولسي ګړو ژوند اخلي.

 نه يواځې دا چې  په کليو او بانډو بريدونه  کوي ؛ په  روغتون کې  مريضان  هم وژني.

د وردګو په  ولايت کې دسويډن  دکميټې  دروغتون مشر يور ګن  هو لمتروم  ويلي چې  د شپې  دوه بجې خواوشا په  دولتي  نظامي يونيفورم  سمبال وسله والو په  روغتون  بريد وکړ او د ملګرو ملتونو داصولو پر خلاف  يې  په  روغتون کې مريضان  هم  ووژل.

هو لمترم  وويل: په  روغتون کې  هر مريض حق لري ، چې  د انساني کرامت په خوندي ساتلو سره يې درملنه وشي ،دې دولتي  پوځواکونو کاملا د بشري حقوقو څخه  سرغړونه کړې ده.

 د وردګو  ولايتي چارواکو د سويډن  دکميټي پر  روغتون  له بريده انکارکړی دی ، ويلي يې دي،  چې پر  روغتون له مرکز ( کابل) څخه  ځانګړي  ځواکونه راغلي او بريد يې پرې کړی؛ خو د وردګو ولايت  څخه  راپور  ورکړل شوی دی، چې د سويډن کميټې پر  روغتون داخلي او  بهرنيو ګډو ځواکونو  بريد کړی دی .

دا د دولتي اوبهرنيو ځواکونو بل  دويم  بريد دی  چې  د کندوز له  روغتون  ورسته يې د وردګو په  ولايت کې  په  مرستندوی  روغتون  وکړ، چې  د وردګو ولا يت اوسيدونکو انديښنې  يې  د امنيت  له  پلوه زياتې کړي دي .

له يوه پلوه د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزي له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې ده ، چې دافغانستان نوم له بدنامه ليست څخه وباسي ،چې په افغانستان کې دشوې  سروې له  مخې  دجګړ و په  ليکو او پوځ  کې  له ماشومانو کار اخلي .

اوس  که  د ملګرو ملتونو سروې  په  حقيقت  بيا نوې سروې وکړي؛ نو دولتي ځواکونه  په دوو ،  بدنامو لېستونو کې  راتلای شي؛  يودا چې  د جګړو په ليکو کې  له  ماشومانو چې  په  نړيواله  کچه  يې منع اعلان شوې کار اخلي او له بلې خوا به ملکي وګړ چې  په روغتون يې  د درملنې لاندې  وي  وژنه به يې په جنګي جنايتکارانو کې  شامل کړي.

د مخه به د کورنيو او دفاع  چارو وزارتونو د ملګرو ملتونو لخوا په  افغانستان کې  د ملکي وګړو اعلان شوې  پړه  په  وسله والو مخالفينو اړو له  ؛ خو دا ځل د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو  سازمان  مسقيما دولتي  ځواکونو ته  دبشر له حقوقو د سر غړونې ګوته نيولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button