کابل ټکی کام فرید احمد
افغانستان کرکټ ملي لوبډلې عمان د اسیا کرکټ اتلولۍ ته د لارموندنې په سیالیو کې په دریو ویکټو ماتې ورکړه.
پچه عمان لوبډلې وګټله او خپله یې لمړی د منډې جوړولو پرېکړه وکړه.
عمان په پیل کې ښه لوبه وکړه او افغان توپ اچونکي یې د شپږيزو او څلوریزو په وهلو سره تر دباو لاندې کړل.
عمان تر یوولسم اوور پورې خپله وېکټه وساتله چې ورپسې یې یو لوبغاړ ۍ د ۷۱ منډو په درلودلو سره له لاسه ورکړ.
بلاخره عمان افغانستان لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.
نایب ښه بالینګ وکړ، په ۴ اوورونو کې یې یوازې ۲۴ منډې ورکړې او دوه لوبغاړې یې وسوزول.
لکه څرنګه چې شهزاد محمدي ته تمه کېدله ونه ځلېد، او د تمې خلاف اصغر ستانکزي ډېره تېزه او زړه ښکونکې لوبه پیل کړه، اصغر پنځه څلورېزې او یوه شپږیزه ووهله چې ټولې منډې یې ۳۴ جوړې کړې.
نور علي ځدران بیا ډېره ښه لوبه وکړه، ۶۳ منډې یې جوړې کړې.
وروستۍ اوور د افغانستان لپاره تر ټولو مهم و، او ډېری افغانانو تمه نه درلوده چې لوبه دې خپله کړي ځکه چې د توپ وهنې لپاره توپ اچوونکۍ (دولت ځدران) ولاړ و، خو هغه په رښتیا زړونه وګټل او په دوه توپونو يې دوولس منډې جوړې کړې چې له دې سره لوبه افغانستان وګټله او عمان ته یې ماتې ورکړه.
















