ليکوال :حاجي پيرمحمد کاروان
——————————-
وايي سوله لېږدوي پرې
باز روان لکه دتير و
پر وزر يې چا يستلی
د کوترې يو تصوير و
چار چاپيره سپي ورغاپي
کورې کورې چيغې چيغې
دکچکول نه دانې تويې
چې په غاړه دفقير و
دکچکول په آينه کې
و، دورانې ماڼۍ عکس
تر ديوال دماڼۍ لاندې
يو پاچا و، بل وزير و
يو طرف ته دهند پړانګ و
پاک په بل طرف ګړنګ و
په دې منځ کې بوږنيدونکی
ژوند په شانې دکشمير و
يهودانو دام خور کړی
وه يې هره کړۍ کفر
عربان بې غمه ناست وو
فلسطين پکې راګير و
دبغداد په منارو کې
دايمان کوترې ژوبلې
ددلسم زولنې وې
ټول عراق پکې راګير و
په غرور يې سره بارچه کړه
پرشهيد عراقي پاکه
صليبي له خندا شين و
مست په غوښو دخنځير و
نا اشنا طبيب ورکړې
دجذبې يوه ګولۍ وه
پر ځلمي يې تېر دا زهر
چې کپسول يې داکسير و
دجومات په خواکې ناست و
سرې يې سترګې لکه وينې
بم يې ځان پورې تړلی
غږ يې خوله کې دتکبير و
يو افغان غازي مې وليد
پښې يې پرې دروس په ماين وې
امرېکې ور اچولی
په لاسونو کې زنځير و
ټول عالم يې ننداره کړه
مفته مفته تماشه وه
سوې چيغې وې نارې وې
دافغان په کور کې وير و
پر ټټر وې ورته ايښې
پښې د وسپنې پيلانو
غږ په ستوني کې ښخ شوی
دوجدان او دضمير و
دسهر په بانګ راويښ شو
ستړی ستړی و ،ټوک ټوک و
کوم شاعرليدلی خوب و
دا معنا دا يې تعبير و


















