امريکې په افغانستان کې پوځ محدود؛ خو جګړه پرا خه کړه

« سرليکنه »
د هېواد د سولې په اړه د څلور اړخيزې کمېټې څلورمه غو نډه هم دلته د کابل په پلازمينه کې ترسره شوه .
د افغانانو هيله داوه ، چې د تېرو درو غونډو په پايله کې به په څلورمه غونډه کې يو ښه زيری د اور بند او مخا مخ د دولتي استازو او طالب مشرانو ترمنځ ناسته وي،دا ورې خو د سولې مرکچيانو يوازې د اوږدې نقشې پلان له ځانه سره راوړی و، چې د مخامخ مذاکر اتو موضوع يې بلې غونډې ته پرېښو ده ، د دې څلور اړخيزې او تېرو دريو غونډو ټوله رهبري او موضوع ښودنه د امريکې په لاس کې ده .
پا کستان هم خپله هڅه کوي او غواړي د نړيوالو او په ځانګړې توګه د افغان چارواکو د نيوکو ځواب په خپلو هلو ځلو او يوې مثبتې پايلې لاس ته راوړلو سره ووايي؛ خو د تېرو تجربو له مخې هغه څه به کېږي، کوم، چې واشنګټن په نظر کې نيولي وي.
واشنګټن له افغانستان څخه خپل يو څه پوځ و ويست او محدود پوځ يې پرېښود ؛ خو د جګړې د پراخوالې نقشه لري او د جګړې رنګ په بل مخ اړوي ، چې د ملا متيا پړه يې هم پر امريکا رانشي ځکه خو له يوې خوا د دولت او د طالب مشرانو تر منځ د څلور اړخېزې کميټې، د هلوځلو ستاينه او له بلې خوا په هلمند کې د افغان پوځ لپاره د يوې لويې جګړې، د تيارۍ چارې پر مخ بيا يي . که امريکا دسولې په اړه مثبت نظر درلو دلی؛ لومړۍ يې بايد د اوربند موضوع رامنځ ته کړې وای، د خپلو پوځو نو د بشپړ وتلو مهالوېش يې اعلان کړی وای، د طالب مشرانو د تورلېست څخه د وتلو زمېنه يې برابره کړې وای.
داهغه څه دي ، چې جګړه پرې پای ته رسېږې او بې له دې که هر څو غونډې وشي ؛ په افغانستان کې به د بهرنيو پوځو نو په موجوديت جګړه نوره هم پراخه شي او د امر يکا، نقشه په ظاهره دسولې لپاره، چې مذاکرات وشې څرګندېږې ؛ خو په حقيقت کې د جګړې د پراختيا نقشه ده .
امريکا په عراق کې هم د دوامدارې جګړې نقشه پرېښې ده، چې اوس پکې د عراق ولس سوزي .
په۲۰۰۳ کال د مارچ په مياشت کې امريکا په عراق پوځي يرغل وکړ خپل مقاصد يې پوره کړل ؛ خو نه يې پکې پوځ وواژه اونه يې تاوان وګاله ، په عراق کې دير غلګرو پوځ قوماندان جنرال نرمن شواتزکف په خپلو خاطراتو کې ليکي چې امريکا يي چارواکو ته مو مشوره ورکړه ورته مو وويل: که ټول غراق ونيسو ژوند به مو پکې، د قبر په مثال وي او آخر به هم ترې په تاوان تلو ته مجبور شو، هغسې وشول امريکا د عراق په يرغل کې ۶۱ مليارده ډالر تاوان کړل ،چې ۱۶ مليارده يې پرکويټ، ۱۶ سعودي عربستان، ۸ مليارده په جاپان، ۸ مليارده په المان اوپاتې ۹مليارده يې خپله و ګالل اوس په افغانستان کې همدا نظر لري او جګړه کې به يوازې افغانان وژل کېږي، تاوان به يې دناټو غړو هېوادونو سره په شريکه پرې کوي، خو دوامداره جګړه کې به، چې وخت په وخت به د جګړې رنګونه بدلوي، افغانان به پکې وژني.
که امريکا په رښتيا په افغانستان کې سوله غواړي؛ نو طالب مشرانو هم ورته زمېنه سازي کړيده پخوا به يې په بشپړ بهر نيو پوځونو په وتلو ټينګار کاوه اوس مهالويش هم مني مذاکراتو ته دې خپل ادرس د پوځونو د وتلومهالويش له تورلېسته دطالب مشرانو د نومو نو ايستلو ته زمينه برابره کړي، بيا سوله ده او که نه، پوځ به يې محدود ؛ خو جګړه به پراخه شي.



