یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د فرعون جسد او ډاکټر مارس د اسلام منل

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مې 8, 2024
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
42
ځلې شریک شوی
530
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

عبدالحمید جلیلي

د مصر په موزيم کي يو جسد پروت دي چې د هغي په هکله څيړونکو او محققينو منلې چې دا د موسي عليه السلام د زماني د فرعون جسد دي.

په بائبل کي هم دغي زماني فرعون ته د يوولسم راموس يا راميس Rameses -11 خطاب شوي دي.

پر دغه جسد د تحقیق او څيړني دوران کي د تحقیق کونکي ډلي مشر او مشهور لرغون پېژندونکي او ساينس دان ډاکټر مارس اسلام ومانه او مسلمان شو..

په 1898 کي اکسر (مصر) داسې يو ښار وو چې د هغه په هکله ويل کيږي چې د پخواني فرعونانو پايتخت وو.

دغه ځاي ته چي د باچاهانو مسکن هم ويل شوي ، په اصل د 1799 عيسوي کال راهيسي د دغي سيمې مختلفو ځایونو کي د تير شوي اثارو او ابداتو لټون روان وو چې دغه لټون پروسې ته يو مشهور سياح او لرغون پوه وکټر لارټ ځانکړي جهت ورکړ..

دغه وږود لټون دوران کي يو جسد وموندل شو چې سملاسي قاهره ته انتقال شو..

په 1907 کال کي يو ساينسدان الائته سمته دغه جسد پوره مطالعه کړ او خپل ټول معلومات يي په خپل کتاب کي وليکل

له هغي وروسته په همدي لسيزه کي يو فرانسوي ساينسدان Maurice bucaile پر دغه جسد د تحقیق پخاطر له مصري حکومت څخه اجازه تر لاسه کړه او وويل چې دغه جسد د دري زرو کالو څخه زيات دي او نظر يي ورکړ چې بايد د نورو څيړنو په موخه فرانسي ته د څه وخت لپاره انتقال شي.

فرانسي ته د انتقال ورسته د فرانسي مانومنټ مرکز کي د اروپا لويو سائنسدانانو پري تحقيقات وکړل او د جسد د مختلفو برخو په شمول يي د سيني او د خيټي په داخلی اعضاوو هم هر ړخيزه تحقيقات او څيړنې تر سره کړي..

دغه تحقيقاتو دوران کي د څيړونکو ډلي مشر ډاکټر مورس هغه مهال حيران او پريشانه شو چې ورته معلومه شوه چې دغي جسد مرګ لامل په أبو کي د غرقيدو له وجې شوي.

هغه دا ټوله موضوع د خپل کتاب Bible, Quran and Science په څلوېښتمه صفحه کي ذکر کړي هم ده..

ساينس دانان هغه مهال نور هم پريشانه شول او حيران ول چې دا جسد د أبو د موجونو او څپو څخه څرنګه دغه ډول سالم پاتي شوي ؟

ناڅاپه د ټيم يو غړی وويل: دا خبره خو مسلمانان کوي چې زمونږ کتاب کي پدي هکله ليکل شوي نو ځکه دا څه نوي خبره نده!

ساينس دانانو يو ځل بيا د ځان څخه پوښتني شروع کړي! که مسلمانان وايي چې پدي هکله زمونږ کتاب کي ليکل شوي نو دا معلومات څرنګه کتاب ته انتقال شول ؟ قران ته د دغه جسد حقيقت څرنګه معلوم دي؟

دا هغه څه ول چې ساينس دانان پري مسلسل حيران او پريشانه ول.. ساينس دانانو حتي ډيري شپي په ويښه تيرولي او په حيرانتيا يي دا پوښتني کولي چې آخر قرآن ته دا څه ډول معلومه شوه؟ پداسې حال کي چي دا جسد په 1898 کي موندل شوي او مونږ له ډيرو ماډرن څيړنو او تحقیقاتو وروسته په 1975 کي معلوم کړه چې دغه فرعون مرګ په أبو کي د غرقيدو له امله شوي.. او دوهم دا چې غرق شوي جسد زموږ تر زماني څرنګه راورسېد ؟

هغوي يقين درلود چې دوهمي پوښتني ځواب شايد قرانکریم نه وي!

هغوي فيصله وکړه چې لا زياتو معلوماتو لپاره د آسماني کتابونو مطالعه پيل کړي،

هغوي د بائبل Bible په exodus چپټر کي – څوارلسم باب 28 آيات کي لاندي مفهوم وموند ..

د هغو څخه اوبه تاوي شوي او د فرعونانو څخه هيڅوک ژوندي پاتي نه شول.

بيا هغوي د تورات د برخي Psalms په 106 نمبر باب او 9 او 10 اياتونو دا مفهوم ولوست.

موسی حکم وکړ چې تاسي وچ شي ، د موسي ملګري په حفاظت سره بلي غاړي ته ورسيدل او د فرعونانو څخه هيڅوک ژوندي پاتي نه شول.

ليکن ډاکټر مارس( Maurice bucaile) به دا پوښتنه کوله چې په بائبل او تورات کي دا ندي ويل شوي چې د فرعون جسد څرنګه د درياب له څپو څخه محفوظ پاتې شو او مونږ ته راورسيد ؟ همدارنګه څرنګه پرته د حفاظتي موادو د نورو فرعونانو جسدونو پر خلاف تر اوسه محفوظ دي؟

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته پدي هکله چا وويل ؟

بالاخره ډاکټر مارس په 1975 کال سعودي عربستان ته سفر وکړ او په يوه نړيوال طبي خبري کنفرانس کي ګډون وکړ ، هغه اعلان وکړ چې له تحقيقاتو او مطالعاتو وروسته معلومه شوه چې دغه فرعون مړينه د أبو د غرقيدو له امله شوي.‌

دا خبر په نړيواله ميډيا کي لکه د څنګل اور سملاسي خپور شو..

همدارنګه ډاکټر مارس په خبري کنفرانس کي د خپل ټيم تحقیقاتو پاڼي ولوستي او وويل : دا هماغه فرعون دي چې په يوولسم راموس Rameses مشهور او د موسي عليه السلام په تعاقب کي وتلي وو..

هغه دا پوښتني بار او بار تکرار کړي چې دا جسد مونږ ته څرنګه محفوظ او سالم راورسيد ؟

هغه بيا د قرآنکريم د سورة يونس 90- 91 او 92 اياتونه تلاوت کړ..

چي په هغه کي د فرعون د مړينې تذکر شوي او الله تعالی وايي چې د هغه جسد لدي لپاره محفوظ ساتم چي خلکو ته عبرت نښه وګرځي..

( تاسو کولای شي دغو مبارکو ايتونو ترجمه او تفسیر په تفصیل سره ولولي)

دغو اياتونو لوستلو سره ډاکټر مارس له خپله ځايه پاڅيد او د خلکو او ميډيا پر وړاندي يي د شهادت کلمه وويله او د خپل اسلام اعلان وکړ..

هغه وويل: ما ته دغو پښتنو ځواب يواځې قرآنکريم راکړ نو ځکه د هغه په حقانيت باورمند شوم او د قرآن کريم په حقانيت ګواهي ورکوم.

*د ډاګټر مارس سره د هغه کورنۍ هم مسلمانه شوه

مخکینې مطلب

یحیی سنوار: رفح به قبرستان صهيونستان تبدیل خواهد شد

بل مطلب

اسلامي امارت: پر رفح بريد د ټولو نړيوالو اصولو خلاف ستر جنايت دی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com