کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د اوکراین د خارکیف ښار په څنډو کې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې دوام لري. رویټرز خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې، د خارکیف ښار پر څنډو روسي ځواکونو سخت بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، خارکیف چې د اوکراین دویم لوی ښار دی او د روسیې له پولې سره په ۳۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، د تېرې جمعې پر ورځ ورته روسي ځواکونه ننوتي دي.


















