کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ ثور، ۱۴۰۳ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ مشر “حسن نصرالله” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له اته مياشتې جګړې وروسته اسراییلو هيڅ هدف نه دی ترلاسه کړی. حسن نصرالله د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د تېر ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه چې د حماس اسلامي غورځنګ له لوري په صهیونیستي ريژیم د “اقصی طوفان” تاریخي حملې د فلسطین قضیه یوځل بیا را ژوندۍ کړه او اوس ټوله نړۍ د فلسطیني دولت د جوړولو په اړتیا خبرې کوي. نوموړي دغه راز په اسلامي نړۍ کې د صهیونیستي ريژیم پر وړاندې د اسلامي اُمت د بیدارۍ ستاینه کړې ده؛ خو د اسلامي نړۍ په حاکمانو یې توندې نیوکې کړې،چې د فلسطین قضیه یې له پامه غورځولې ده. د ویلو ده، چې د حزب الله مشر یوځل بیا د اسراییلو په ضد او د فلسطینیانو په ملاتړ ټینګار کړی او په خبره یې د لبنان-اسراییلو په پوله به د صهیونیستي اشغالګرو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.


















