کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې صهیونیستي ريژیم غزه کې د حماس ځواکونو پر وړاندې ماته خوړلې او په هېڅ ډول د بریا چانس نلري. د ولسمشر اردغان په خبره که د اسرائیلو نیواکګر ريژیم د ولسي وګړو وژنې او د غزې ویجاړول خپله بریا ګڼي؛ خو د ولسي وګړو وژنه او د عامه تأسیساتو ویجاړول بریا نه بلکې یوه ستره او شرمونکې ماته ده.د نوموړي په خبره په جګړه کې د اسرائیلي ځواکونو ماتې ته په کتو د نتانیاهو حکومت باید جګړه ودروي. د یادونې وړ ده، چې ولسمشر اردغان یوځل بیا ټینګار کړی، چې هیواد به یې له جنوبي افریقا سره په ګډه د بشر ضد جرمونو په تور د اسرائیلي لومړي وزیر نتنیاهو او په جګړه کې د ښکیلو نورو لوړ پوړو صهیونیستي چارواکو د راکاږلو هڅو ته دوام ورکوي.