کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۳ل)
د صهیونیستي پوځ یوه پخواني جنرال د اسرائیلو له ۱۲ تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې نتنیاهو دې د حماس پر وړاندې له شرمه ډکه جګړه ودروي. نوموړي زیاته کړې: زموږ لپاره همدا شرم بس دی، چې د نړۍ له عصري وسایلو سره، سره یوه وړه ډله راځي او موږ سره په میاشتو، میاشتو جګړه کوي او زموږ په عصري وسلو سمبال پوځیان هم نیسي. یاد جنرال ویلي، چې موږ یې په مقابل کې یوازې دومره کولای شوو چې ماشومان او ښځې ووژنو. نوموړي دغه راز د اسرائیلو په لوړپوړو چارواکو غږ کړیے چې دغه خونړۍ جګړه نوره ودروي او پر ځای یې د سولې خبرې پیل کړي. د یادونې وړ ده، چې د اسرائیلي پوځ دغه پخوانی لوړ پوړی جنرال داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې وړمه ورځ غزه کې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” ځواکونو سره نښتو کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان ووژل شول او ځینې نور یې ژوندي ونیول شول؛ که څه هم حماس غورځنګ تر اوسه د نیول شویو پوځیانو د کره شمېرې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو د یادې ډلې د پوځي څانګې ویاند “ابوعبیده” الجزیرې نړېوالې تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې په مناسب وخت کې به د نیول شویو پوځیانو شمېره اعلان کړي.


















