ناټو داسې اسلحې جوړوي چې د روسیې او چین د پرمختګ مخنیوی وکړي

کابل ټکی کام جمعه مبارکه فرید احمد
د واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې د امریکا د فوځ د ستر درستیز مشاور روبرټ اورک ویلي دي چې امریکا کوښښ کوي داسې اسلحې جوړې کړي چې د روسيې او چین د فوځي پرمختګ مخنیوی په اسانه وکړای شي.
امریکایې فوځيان اوس په هغه څه بوخت دي چې څه موده وړاندې یې د لمړي محرمو فوځي څېړنو په نوملړ کې شاملې کړې وې.
د مرکې پر مهال روبرټ اورک وايي: په هغه فوځي سیستمونو یې کار پیل کړی دی، که کله هم یې له روسانو او چینایانو سره ټکر راشي نو د هغوی له مغزه به ډاډمنتوب له منځه یوسي، او ژر به یې ماغزه ځای ته ورولي.
د ټاس خبري اژانس هم خبر ورکړی وو چې امریکا په داسې روبارټي اسلحو کار کوي چې تراوسه په نړۍ کې له هېڅ کوم هېواد سره نشته دي. اژانس زیاتوي چې امریکا اوس د سوپر سرتېرو په جوړولو باندې لګیا ده.



