شمالي کوریا وايي که امریکا له دوی څخه کراره نشي وبه یې نړوي

کابل ټکی کام جمعه مبارکه فرید احمد
وروسته له هغه د شمالي کوریا غوسه راپارېدلې ده چې کله د امریکا حکومت کوښښ پیل کړی دی ترڅو د امنیت په شورا کې د کوریا پر خلاف بندیزونه سخت کړي.
د کارګر ګوند یوې ورځپاڼه «رودونګ سیمون» کې راغلي دي چې امریکا کوښښ کوي چې شمالي کوریا ته زیان واړوي خو دا کار به امریکا ته په زیان وي او له منځه به یې یوسي، ترڅو ټوله نړۍ د امریکا له شر څخه خلاصه شي.
امریکا وروسته له هغه چې شمالي کوریا بالستيک توغندي وازمایل سختې هلې ځلې پيل کړي دي ترڅو په شمالي کوریا بندیزونه لا سخت کړي.
پدې وروستیو کې امریکا او جنوبي کوریا په ګډه فوځي تمرینات پیل کړي دي او شاید لایې زیات کړي او امکان لري امریکا په جنوبي کوریا کې د ټاډ په نامه توغندي نصب کړي چې له دې کار سره چین هم سخت مخالفت ښودلی دی.
مخکې هم شمالي کوریا امریکا او جنوبي کوریا ته ګواښ کړی و که چېرې دوی یوځای فوځي تمرینات د دوی په خلاف پیل کړي نو دواړه هېوادونه به له منځه یوسي.
پدغه ورځپاڼه کې راغلي دي: «تاسو په کوم جرأت سره مونږ ته ګواښونه کوی، او که همداسې وي نو مونږ به مو هم د لس میلیونه توغندیو په زور د ځمکې له مخ څخه ورک کړو.»
شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا ګډو فوځي تمریناتو ته د دوی په خلاف د جنګ د اعلان په سترګه ګوري او په خلاف یې سخت غبرګونونه ښیي.



