د ايمان مسائل (لومړی برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د ايمان پيژندنه

پوښتنه : ايمان څه ته وايي؟

ځواب : ايمان ديته ويل کيږي چې په الله تعالی او د هغه په تمامو صفتونو، فرښتو، آسماني کتابونو او په پيغمبرانو د زړه په صدق سره يقين وشي او کومې خبرې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم د خدای تعالی له لوري څخه راوړې دي هغه په رښتيا ومنل شي او په ژبه په هغو ټولو باندې اقرار وشي، مګر په ژبه اقرار کول د کوم عذر او مجبوريت له امله لازمي نه دي، لکه د کوم ګونګي انسان ايمان چې د ژبې له اقرار څخه پرته هم معتبر دی ([1]).

د اسلام د دين حقانيت د قرآن عظيم الشان له نظره

دين په لغت کې د گردن نهادن (غاړې ښودلو) په معنى سره دی او شرعي معنى يې د الله تعالى احکامو ته غاړه ښودل دي، يعنې د الله تعالى اوامرو ته انقياد او له نواهي ؤ څخه اجتناب ته ويل کيږي، او د دين اطلاق په ايمان، اسلام او د انبياؤ عليهم السلام په ټولو شرايعو باندې کيږي، لکه چې امام اعظم صاحب رحمه الله فرمايلي )والدين اسم واقع على الايمان والاسلام والشرائع کلها( ([2]).

ژباړه : دين داسې نوم دى چې اطلاق يې په ايمان، اسلام او ټولو شريعتونو باندې کيږي.

ايمان په لغت کې باورکول دي او په اصطلاح کې عبارت دى له اقرار او تصديق نه د الله تعالى په وحدانيت، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت، په فرښتو، په رانازل شويو کتابونو، د آخيرت په ورځ، او په دې چې د خير او شر اندازه د الله تعالى له لوري دی، او په دې چې ژوندون پس له مرګه حق دی او په ټولو مؤمن به شيانو باندې او يقين کول دي په حقانيت د ټولو هغو شيانو چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى جل جلاله له جانبه راوړي.

د ايمان حقيقت له تصديق نه عبارت دى او د اسلامي حکمونو د اجراء لپاره په ژبه باندې اقرار شرط دى.

اسلام په لغت کې د تابعداري او بل چا ته په رضايت سره د تسليميدو په معنى سره دی، او په شرع کې عبارت دى له انجامولو د پنځه ګونو ارکانو.

ايمان او اسلام لغتاً لکه چې پورته ذکر شول يو له بل سره توپير لري او له دې لحاظه چې ايمان د باطني عقيدې نوم دى او اسلام د ظاهري اعمالو نوم دى هم فرق او توپير سره لري او په حقيقت کې يو له بل سره لازم او ملزوم دي چې د يوه وجود پرته له بل څخه محال دى، لکه چې امام اعظم ابو حنيفة رحمه الله فرمايلي: )ففي طريق اللغة فرق بين الايمان والاسلام ولکن لايکون ا يمان بلا اسلام ولااسلام بلا ايمان فهما کالظهر مع ا لبطن( ([3]).

ژباړه : د لغت په اعتبار سره د ايمان او اسلام تر مينځ فرق موجود دى که څه هم د يوه وجود پرته له بل نه ممکن ندى، لکه لزوميت د شا له ګيډې سره، هغه څوک چې اسلام او ايمان مترادف الفاظ ګڼي د هغوی مطلب دا دى چې هر مؤمن مسلمان او هر مسلمان مؤمن دى، او د هغوی مقصود د دې دواړو ترمينځ معنوي وحدت نه دى.

څرنګه چې د دين اطلاق په ټولو اديانو باندې کيږي اوس د قرآني آيات په استناد وايو چې د الله تعالى په نزد غوره دين هغه اسلام دى لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي : اسلام مقدس او سپيڅلى دين دى او همدا راز الله تعالى فرمايلي: )وَمَنۡ یَّبۡتَغِ غَیۡرَ الۡاِسۡلَامِ دِیۡنًا فَلَنۡ یُّقۡبَلَ مِنۡہُ ( ([4]).

ژباړه : څوک چې غواړي غير له اسلامه (چې توحيد او د الله احکامو ته انقياد دی) بل دين نو له سره به ونه مانه شي له ده نه ([5]) .

هر څوک چې د همدغه دين په مقابل کې کوم بل دين غوره کړي نو هيڅکله قابل قبول نه دی، اګر که په دنيا کې په کوم غلط مذهب باندې اعتماد وکړي او په هغه کې زرګونه کوښښونه وکړي، مګر په آخيرت کې کامياب نه دی او د ګټې پر ځای به تاوان ورته ورسيږي ([6]).

يعنې څوک چې له اسلام پرته د کوم بل دين پيروي وکړي نو د الله تعالى په نزد يې عمل د قبول وړ ندى، او الله تعالى جل جلاله فرمايلي: )وَرَضِیۡتُ لَکُمُ الۡاِسۡلَامَ دِیۡنًا ( ([7]).

ژباړه : غوره کړ ما تاسې ته اسلام له جهت د دين (ډير پاکيزه په ټولو اديانو کې ([8]). يعنې له دې عالمګير او مکمل دين څخه پرته د بل کوم دين انتظار ايستل بې عقلي او حماقت دی، اسلام، تفويض او تسليم سره مترادف دي، پرته له اسلامه د مقبوليت او نجات بله وسيله او لاره نشته ([9]).

الله تعالى جل جلاله د اسلام پيروي کول د خپل ځان د رضامندي او خوشنودي موجب ګرځولي، فرمايلي يې دي چې له اسلام څخه پرته په نورو اديانو باندې عمل د عالم بشريت د کاميابي موجب نشي ګرځيداى، لکه چې الله تعالى جل جلاله فرمايلي: )اِذَا جَآءَ  نَصۡرُ اللّٰہِ وَالۡفَتۡحُ ۙ﴿۱﴾ وَ رَاَیۡتَ النَّاسَ یَدۡخُلُوۡنَ فِیۡ  دِیۡنِ اللّٰہِ  اَفۡوَاجًا ( ([10]).

ژباړه : کله چې راشي نصرت مرسته (مدد) د الله او فتح (د مکې) او وينې به ته خلک چې ننوځي به په دين د الله کې فوج فوج ډلې ډلې ([11]).

په پورتني مبارک آيت کې الله تعالى دين خپل ځان ته منسوب کړى، ځکه چې د اسلام دين الله تعالى را نازل کړى، له ذکر شويو آياتونو څخه ثابته شوه چې د الله تعالى په نزد تر ټولو غوره دين هغه د اسلام دين دى او د هغه پيروي او اطاعت د انسان لپاره د دواړو جهانو د کاميابي او نيک بختي موجب ګرځي ([12]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ص، ١٦.

([2]) ابوالمنتهي، ص : ٨٢.

([3]) ابوالمنتهي، ص :٨١.

([4]) آل عمران، آية : ۸۵.

([5]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۳۲۱.

([6]) تفسير فتح المنان مشهور په تفسير حقاني، ج : ۱، ص : ۶۶۹.

([7]) المائدة، آية : ۲.

([8]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۵۹۲.

([9]) کابلی، ج : ۱، ص : ۵۹۲.

([10]) النصر، آية : ۱ – ۲.

([11]) تفسير کابلی، ج : ۲، ص : ۱۷۷۳.

د مکې معظمې له فتح وروسته خلک ډلې ډلې داخليدل تر دې چې د عربو جزيره ټوله د اسلام په نور او رڼا رڼه او ټولو هستيدونکيو ته يې د توحيد ولوستله او هغه مقصد چې عبارت د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له بعصت څخه وه پوره شو، کابلی، ج : ۲، ص : ۱۷۷۳.

([12]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه : عقيدوي مسايل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button