د هرات پخوانی والي وحیدي د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې خوشي شو

کابل ټکی کام ۰۷کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د روانې میاشتې (فبرورې) په ۱۲مه نېټه د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د نا مالومو وسله والو له لورې په اسلام اباد کې تښتول شوی وو، چې تېره شپه د تښتوونکو له منګولو ازاد کړی شو.
د ده له تښتونې وروسته پاکستاني پولیسو ژمنه کړې وه، چې نوموړی به ژر تر ژره د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړي، همدا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال هم د رسنیو له لارې خبر ور کړی وو، چې د وحیدي په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي، او ډېر ژر به خوشي کړی شي.
دا مهال په اسلام اباد کې ډیپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې تېره شپه د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د هرات پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړی شو.
یادو سرچینو ویلي دي:
«تېره شپه ښاغلی وحیدي د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې را خوشي کړی شو، چې دا مهال په پېښور کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې دی، او ډېر ژر به اسلام اباد ته منتقل کړی شي.»
همدا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره یې د وحیدي خوشي کېدنه تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې د وحیدي د را خوشي کېدو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له هلو ځلو څخه ډېر منندوی دی.
زاخېلوال په اعلامیه کې ویلي دي، چې د وحیدي را خوشي کېدنه به د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور فضاء نوره هم پراخه او پیاوړې کړي.
باید ووایو چې د هرات د پخواني والي وحیدي په اړه لا تر دا مهاله پورې دا مالومات نه دي په ډاګه شوي، چې څنګه، ولې او د چا له خوا تښتول شوی وو؟
د یادولو ده، چې ولسمشر غني، اجرائیه رئیس غبرګ عبدالله او د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د ښاغلي وحیدي د تښتولو د پېښې د غندنې تر څنګ د ده د خوشي کېدو په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button