کابل ټکی کام ۰۹کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
په دې وروستیو کې د کندز ولایت په دښت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو له لورې بریدونه ډېر شوي دي، او ورځ تر بلې پراخ حضور مومي، چې دولتي چارواکي یې له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.
دا مهال ګډو عسکرو د ډرون الوتکو او جنګي چورلکو په واسطه د یادې ولسوالۍ هغه سیمې بمبارد کړي دي، چې په کومو کې ملکي وګړي حضور لري.
لا تر دا مهاله پورې د مرګ ژوبلې په اړه یې کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.
د یادولو ده، چې وړاندې هم د کندز ولایت د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون هم ګډو عسکرو بمباري وکړه، چې د روغتون تر سلو زیاتو کارمندانانو او نورو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.


















