کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
په جاپان کې له څو ورځو راهيسې راوتلو سېلابونو او ځمکو ښويېدو تر دې دمه ۵ تنه وژلي دي او ۱۵نور تری تم دي.
د چاپان چارواکو ويلي، چې د ژغورنې ټيمونه د ورکو کسانو په تلاش کې دي.
د چاپان لومړي وزير شينزو آبي د هغو سيمو ليدنه کړې، چې سېلابونو ځپلي، څو د پېښو زيانونو په اړه ځان خبر کړي.
د سېلابونو اوبه مخ په کمېدو دي، خو د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
چارواکو ويلي دي، چې لږ تر لږه ۳ مليون وګړي شايد له خپلو سيمو وتلو ته اړ شي، څو د نور زيان مخنيوی وشي.


















