کابل ټکی کام ۲۳وږی/۱۳۹۴
راپور: قدرت الله حسین
سعودي عربستان اعلان کړې ده، چې د راتلونکې اونۍ د پنجشنبې ورځ به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي، چې د تلې د مياشتې دوهمه نېټه کېږي.
العربيه تلوېزون د عربستان د شاهي محکمې په حواله ويلي، چې محکمې نن پرېکړه کړې، چې د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې ورځ به د عرفې او پنجشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.
ياده دې وي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ نږدې ټول هېوادونه د کوچني او لوی اختر ورځې له سعودي عربستان سره په ګډه لمانځي او په دې سره به نو په افغانستان کې هم همدغه نېټه د لوي اختر لومړي ورځ وي.

















