کابل ټکی کام ۱۱کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړ ی دی، چې د عراق هېواد په دیالا ښار کې د جنازې پر مراسمو سرتېری برید شوی دی، چې له کبله یې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي، او ۵۵ کسان ټپيان دي.
خبرونه وایي، د جنازې یاد مراسم د یوه مخکښ شیعه وو، چې سرتېری برید پرې وشو.
د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې چې په یاد برید کې د عراق د شیعه ملېشو ځواکونو یو چارواکي (حشد شعیبي) هم خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
د یاد سرتېري برید پړه داعش ډلې منلې ده.


















