یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ولسمشر اشرف غني له چا سره د سولې خبرې کوي؟

fateh1 نشرونکی: fateh1
مارچ 1, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
7
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

« سرليکنه »
د تېرې شنبې په ورځ ، چې د روان کال د کب مياشتې اتمه کيده د کونړ په ولايت کې يوې درنې چاودنې تر ۱۴ پورې کسان ووژل او تر ۴۰زيات يې ژوبل کړل، د همدې ورځې په درې نيمو بجو د دفاع وزارت دروازې سره بله چاودنه هم وشوه ، چې دې چاودنې هم ۱۵ تنه ووژل او تر ۲۰ زيات يې ژوبل کړل. .
ولسمشراشرف غني له دواړو چاودنو، چې په يوه وځ وشوې سخته انديښنه وښوده او په خپله ويناکې يې دغبرګون په ښودلو وويل: د هغې ډلې سره، چې د ولس په وژلو کې لاس لري هېڅ وخت به ورسره خبرې ونه کړم يا هغه کسان، چې ولسي وګړي يې وژلي وي د سولې په اړه به ورسره خبرو ته حاضر نه شم .
د ولسمشر خبره د کاڼې کرښه ده او پرځای خبره ده ؛ خو کاش، چې ولسمشر تر پايه په خپله خبره ولاړ پاتې شي!
افغان مظلوم او کړيدلی ولس تل په دا ډول خبرو باور کړی دی تر اوسه پورې، چې پر افغان ولس د پرديو اهدافو د سرته رسولو جګړه تپل شويده او د خلاصون لار يې ترې نه ده موندلې.
په همدا ډول ویناو چې د مخه به ورته جهادي مشرانو د جهادي جذباتو په ښکاره کولو سره کولې او ولس به په خبره قرباني په خپله ايماندارۍ سره ورکوله تر نن ورځې پورې د ولس پرسر دبارودو اور بل ؛ خو د جهاد ثمره يې ونه ليده .
جهادي مشرانو به د اشرف غني په څير د ولس د جذباتو لپاره ويل: ترڅو ، چې يو کمونيست هم په افغانستان کې وي زموږ جهاد به جاري وي.
خو افسوس دهغې کمونيستي رژيم د غړو سره شريک حکموت د سياسي ګټو په نظرکې نيولو سره جوړشو افغان مسلمان اومتدين ولس ډير خوش باوره دی، اشرف غني ته که ووايي چې تاسې دهغه ډلې سره د سولې خبرې نه کوئ ، چې د ولس په وژنه کې لاس لري دا په حکومت کې درسره څوک دي؟
څوک به داسې پيداشي، چې ولسي وګړي يې وژلي نه وي ؟
څوک به پيداشي، چې دهېواد په ورانولو کې لاس نه لري ؟
ستاسې جناب اشرف غني!  په خوا و شا راټولو اشخاصو کې داسې څوک نشته، چې په زندانو کې يې ډله ييزې وژنې نه وي کړي ؟
بيا داسې څوک به په خپلو راټولو شوو اشخاصو کې پيداکړي، چې د خپل منځي جګړو او يا د نورو د اهدافو لپاره يې هېواد په کنډوالو نه وي بدل کړی؟
د څرخي پله به خواوشا په چنداول کې او د پلي ګون شهيدان د چا لخوا په ډله ييزه توګه ژوندي تر خاورو لاندې شول ؟
دا ولس دی چې د سردار داؤدخان، چې سره د۱۷ کورني غړو په کمونيستي کودتا کې ووژل شو دا چا و وژه ؟
تاسې خو اوس د سردار داؤد خان د مقبرې په جوړلو کې۲۰۰۰۰ شل زره ډالر د خپل جيب نه د لګښت اعلان کړی دی ؛ خو دا دې نه دي څرګند کړي چې د سردار داود خان قاتلان څوک ؟

او دهغوی سره خو هراړخيزې خبرې کوې!

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

د ولسمشر خبره د قدر وړ ده بايد د هغه چاسره د سولې خبرې ونشي، چې د ولس په وژنه کې لاس ولري ؛ خو لږ څه وړاندې هم  نظر پکاردی .

د افغان ولس لومړي قاتلان دې محاکمه کړل شي ، بيا ښه خبره ده د ولس د وژونکو ته دې هم د سولې خبره نه کوي!

مخکینې مطلب

عراق کې د جنازې پر مراسمو سرتيري برید، ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

بل مطلب

کندهار کې ۴ پولیس د خپلو ملګرو له لورې وژل شوي دي

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com