کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
تر هغه وروسته چې وړمه ورځ د لبنان حزب الله ډلې او صهيونيستي اشغالګرو تر منځ پر يوه اوربند هوکړه وشوه، چې له مخې به يې د شاوخوا دوه مياشتو په موده کې اسراييلي اشغالګر د لبنان له خاورې وځي، د فلسطيني مقاومت غښتلې ډلې حماس دغه اوربند د حزب الله ډلې او لبناني مقاومت لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې دغه اوربند وښوده، چې اشغالګر يوازې د زور په منطق پوهيږي.
د حماس په رسمي ويبپاڼه باندې خپور شوي بيان کې فلسطيني ملت څخه د حزب الله ډلې د بې ساري ملاتړ ستاينه کړې او تمه يې ښودلې چې په راتلونکي کې به هم لبناني ملت د فلسطيني مقاومت ملاتړ ته دوام ورکړي.
حماس ډلې په عربي هيوادونو او نوره اسلامي نړۍ يو ځل بيا غږ کړی چې د فلسطيني مقاومت ملاتړ وکړي او د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو پر امريکا او صهيونيستي اشغالګرو فشار راوړي چې فلسطيني ملت سره روان وحشت پای ته ورسوي او د فلسطيني حقونه تامين شي.