کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ لیندۍ، ۱۴۰۳ل)
د سوریې دفاع وزارت ادعا کړې، چې حکومت مخالف وسله وال د اسرائیلو د هوایي ملاتړ په مرسته هڅه کوي، چې ځینې سیمې ونیسي؛ خو دا مهال جګړه کې حکومتي ځواکونه برلاسي دي او له ګڼو سیمو یې وسله وال شاتګ ته اړ کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو لندن میشتي سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ په نښتو او د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې له نن سهار راهیسي سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده، چې د بشارالاسد د حکومت مخالفو وسله والو ډلو تر دې دمه د حکومت د ادعا په هکله کومه تبصره نه ده کړې؛ خو له تېرې شپې راهیسې اسرائیلي اشغالګرو څو ځله د پلازمینې دمشق په ګډون ګڼو سیمو کې پوځي اهداف په نښه کړي دي.