کابل ټکی کام ۱۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا د تېرې ورځې د ټاکنو په پایله کې د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراتانو له ګوند څخه هیلري کلنټن له خپلو سیالانو څخه مخکې شول.
په یادو ټاکنو کې د ډیموکرات له ګوند څخه هیلري کلنټن ۶ ایالتونه وګټل، او د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه میلیونر ډونالډ ټرمپ د خپل ګوند په کاندیدانو کې د پخوانیو ګوندي او مقدماتي ټاکنو په څېر یې یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ.
په دغه ورځ چې د امریکا په ۱۲ ایالاتونو کې ګوندي او مقدماتي ټاکنې ترسره شوې، د سوپر ټیوزډې په نوم نومول شوې ده.

















