ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د روژې پيژندنه
پوښتنه : روژه څه ته وايي؟
ځواب : له صبح صادق څخه د لمر تر لويدو له نيت سره د خوراک، څښاک او نفساني خواهشاتو پريښودلو ته روژه ويل کيږي، روژې ته صوم او صيام او د روژې ماتولو ته افطار ويل کيږي ([1]).
د روژې فرضيت
پوښتنه : روژه کله فرض شوې؟
ځواب : د رمضان المبارک روژې له تحويل قبله (د قبلې له ګرځيدا) وروسته د هجرت په دويم کال د شعبان په مياشت کې فرض شوې دي ([2]).
بيا په دې کې اختلاف دی چې آيا له دې دمخه روژې فرض وې او که نه؟ احناف وايي چې د رمضان له روژو دمخه د عاشوراء د ورځې روژه او د ايام بيض روژې فرض وې، وروسته د همدغو ورځو د روژو فرضيت د رمضان المبارک په روژو سره منسوخ کړی شو، دا مهال يوازې د هغوی استحباب باقي پاتې دی ([3]).
او شوافع حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض نه وه ([4]).
په دې هکله په مظاهر حق کې داسې ليکل شوي : د رمضان المبارک مياشتې روژې له هجرت څخه اتلس مياشتې وروسته د شعبان په مياشت کې د قبلې له تحويل (ګرځيدا) لس ورځې وروسته فرض شوې دي، يو شمير حضرات وايي چې له دې دمخه هيڅ روژه فرض نه وه، او د يو شمير حضراتو قول دا ده چې له دې دمخه هم د يو شمير ورځو روژې فرض وې، کومې چې د همدغې مياشتې د روژو له فرضيت وروسته منسوخې شوې، لکه د يو شمير حضراتو په نزد د عاشوراء (د محرم د لسمې) نيټې روژه فرض وه او د يو شمير حضراتو قول دا ده چې د ايام بيض (د قمري مياشتې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم شپو د ورځو) روژې فرض وې، د رمضان المبارک روژو د فرضيت يو شمير احکام په اولنيو (ابتدائي) ورځو کې ډير سخت وو، د بيلګې په توګه : د لمر له لويدو وروسته د خوراک څښاک اجازه وه، خو له بيده کيدو وروسته د هيڅ شي د خوړلو يا څښلو اجازه نه وه، که څه هم کوم کس به د کوم شي له خوړلو او څښلو پرته بيده شوى وو، همدارنګه جماع (کوروالی) په هيڅ وخت او په هيڅ حالت کې روا نه وه، خو کله چې په مسلمانانو باندې دغه يو شمير احکام سخت تمام شول او د همدغو احکامو له امله يو شمير پيښې هم مخته راغلې نو دغه احکام منسوخ کړى شول او هيڅ سختي پاتې نشوه ([5]).
د روژې اهميت او فضيلت
پوښتنه : د روژې اهميت او فضيلت څه دى؟.
ځواب : د روژې اهميت او فضيلت دا ده چې د اسلام پنځه ارکان دي او په هغو کې د روژې دريمه درجه ده، ګوا که چې روژه د اسلام دريم رکن دى، د دغه اهم رکن چې کوم تاکيد او اهميت دى هغه د شريعت ماهرين ډيره ښه پيژني، له روژې څخه منکر کافر او د هغې پريښودونکى فاسق او سخت ګنهګار دى، لکه د درمختار په (باب ما يفسد الصوم) کې دغه مسئله او حکم داسې نقل شوي دي:
کوم سړى چې په رمضان کې له عذر پرته په ښکاره خوراک کونکى په نظر درشي نو هغه ووژنئ.
د روژې د فضيلت په باره کې يوازې دومره ويل پکار دي چې يو شمير علماء کرامو د همدغه مهم او لوى رکن ډير زيات فضايل بيان کړي او د لمانځه په څير په يوه لوى عبادت باندې يې هم ورته فضيلت ورکړى، که څه هم دا د بعضې علماؤ قول دى، مګر د اکثره علماؤ مسلک دا ده چې لمونځ له ټولو عملونو څخه بهتر دى او لمانځه ته په روژه باندې فضيلت حاصل دى، خو د ويلو خبر يوازې دا ده چې هر کله په دې کې د علماؤ اختلاف دى چې لمونځ بهتر دى او که روژه؟ نو اوس ښکاره ده چې له لمانځه پرته بل عمل او رکن له روژې سره سيالي نشي کولاى ([6]).
د فضايلو په کتابونو کې د دې مفصل بيان راغلى، خو دلته د روژې د فضيلت په هکله درى حديثونه د نمونې په ډول راوړل کيږي :
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ارشاد مفهوم ده : چا چې د رمضان المبارک روژې يوازې د الله تعالی جل جلاله لپاره ونيوې نو د هغه ټول پخواني واړه ګناهونه بخښل کيږي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دى چې : د روژه دار د خولې بد بويي د الله تعالى جل جلاله په نزد له مشکو څخه هم خوږه ده، د قيامت په ورځ د روژې ثواب بې حده ډير دى.
په بخاري شريف کې روايت دى چې د روژه دارو لپاره به د قيامت په ورځ د عرش لاندې دسترخوان وغوړول شي، همدغه خلک به په هغه باندې کيني او خوراک به کوي، نور ټول خلک به په حساب کې اخته وي، د همدغه کار په ليدو سره به دوی ووايي : دا څرنګه خلک دي چې خوراک څښاک کوي او مونږ لا په حساب کې اخته يو؟ دوی ته به ځواب ورکړل شي چې همدغو خلکو روژې ساتلې وې او تاسو روژې نه دي ساتلې.
روژه د الله تعالى جل جلاله د قانون له مخې له ټولو عبادتونو څخه يو جلا عبادت دى، ځکه چې د ټولو عبادتونو ثواب د فرښتو په ذريعه تر اوه سوه چنده پورې ورکول کيږي، خو روژه يو داسې عبادت دى د کوم په باره کې چې راغلي (د روژې بدله (عوض) زه په خپله ورکوم) د فرښتو په واسطه نه، نو د روژه دارو لپاره له دې څخه بله لويه (غټه) خوشحالي کومه کيدلاى شي چې هغوى د خپلو عبادتونو بدله (عوض) د خپل مالک په بلا کيفه لاسونو سره پيدا کړي، بل چا لره مداخله هم پکې نه وي، مونږ پوهيږو چې په دنيوي ژوند کې کله چې کوم شى د حکومت له لوري ويشل کيږي نو په هغه کې د يوه عام حکومتي چارواکي په لاس په ورکړى شوي شي کې او د بادشاه په لاس په ورکړى شوي شي کې څومره فرق (توپير) وي.
د همدغو احاديثو له لوستلو او آوريدلو وروسته خداى مکړه که بيا هم د يو چا په زړه کې د روژې نيولو شوق او جذبه پيدا نشي يقينا د هغه زړه به بيا له ډبرې څخه سخت او د ګناهونو د کثرت له امله به بيخي زنګ شوى وي او همداسې کس ته په رښتوني زړه سره توبه ويستل پکار دي ([7]).
له حضرت ابو هريرة رضی الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې رمضان المبارک داخل شي نو د آسمان دروازې خلاصې شي، او په يوه روايت کې راغلي چې د جنت دروازې، او په يوه بل روايت کې راغلي چې د رحمت دروازې، او د جهنم دروازې بندې کړى شي او شيطانان د سلاسل پابند کړى شي (يعنې په ځنځيرونو وتړل شي) (بخاري او مسلم).
او په يوه روايت کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کله چې د رمضان المبارک لومړى شپه شي نو شيطانان او سرکشه پيريان قيد کړى شي، او د دوزخ دروازې بندې کړى شي، چې د هغه هيڅ دروازه خلاصه نه وي، او د جنت دروازې خلاصې کړى شي، چې د هغه هيڅ دروازه بنده نه وي، او يوه آواز کونکې فرښته اعلان کوي چې : اې د خير طلب کونکيو ! وړاندې راشئ، او اې د شر طلب کونکيو ! ودريږئ، او د الله تعالى جل جلاله له لوري به ډير خلک له دوزخ څخه آزاد کړى شي، او دا د رمضان المبارک په هره شپه کې کيږي ([8]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦١.
([3]) معارف السنن، ج : ۵، ص : ۳۲۳.
([4]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۲، ص : ۲۳۶، بحواله : فتح الباري، ج : ۴، ص : ۱۰۳.
([5]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.
([6]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨١.
([7]) مسايل رفعت قاسمي، ٤ : ٢٥ – ٢٦.
([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤، ٤٩٧، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الاول، ص : ١٧٣، مشکوة المصابيح، کتاب الصوم، الفصل الثاني، ص : ١٧٣.

















