کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وری، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې یمني ځواکونو تېره شپه د اشغالي فلسطین په یافا “تل ابیب” کې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د فلسطین 1 او فلسطین 2 بالستیک توغندیو یې د صهیونیستي ريژیم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.
د ویلو ده، چې اسرائیلي رسنیو هم له یمن څخه په یافا/ تل ابیب د توغندیزو بریدونو پخلی کړی؛ خو د جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.


















