د أدهم شرقاوي
د “اسرائیلو” له منځه تګ یوه قرآني حقیقت دی، او یو نبوي وعده ده. له همدې امله موږ دا نه وایو چې آیا دا به له منځه ولاړه شي که نه؟ ځکه چې دا خامخا له منځه تلوونکې ده! زموږ پوښتنه یوازې دا ده: کله؟
زه د دې پلوی نه یم چې څوک دې کیني او معجزو ته دې انتظار باسي، بلکې زه په دې باور لرم چې معجزې هغه وخت راځي چې مؤمن تر خپله وسه کار وکړي! کله چې باطل خپله وروستۍ هڅه وکړي، داسې چې بریا ته یوازې یوه ګام پاتې وي، او حق دومره ودرېږي چې نور څه پاته نه وي، داسې ښکاري چې ماتې ته نژدې شوی دی، هلته بیا معجزه راځي!
قرآن موږ ته یو ثابت حقیقت ښيي: د نفوذ جګړه د عقیدې له جګړې سره توپير لري!
د نفوذ جګړه کې الله خلک پرېږدي چې د خپلو وسایلو او د ځواک له توازن سره عمل وکړي، او هر څوک چې قوي وسایل ولري، هماغه بریالی وي!
خو د عقیدې په جګړه کې دا لازم نه ده چې وسایل برابر وي، او نه دا چې د ځواک توازن سره برابر وي!
ټول طاغوتان چې الله تباه کړي دي، هغه وخت یې تباه کړي چې دوی په خپل زور کې غرق وو!
کله چې الله فرعون هلاک کړ، دا یې د قوتونو د توازن په بدلولو ونه کړ، بلکې هغه مهال یې هلاک کړ چې ویل یې: زه ستاسو ستر رب یم! هغه یې د خپل مجهز پوځ په سر کې تباه کړ!
او کله چې الله نمرود هلاک کړ، دا یې د ضعف پر مهال ونه کړ، بلکې هغه مهال یې هلاک کړ چې په خپل غرور کې و، خلکو ته یې ویل: زه ژوند ورکوم او ژوند اخلم!
کله چې الله قوم عاد هلاک کړ، دا یې د وسایلو په بدلون ونه کړ، بلکې هغه مهال یې هلاک کړل چې دوی ویل: څوک له موږ قوي دی؟
او کله چې الله ثمود هلاک کړل، دا یې هغه مهال وکړ چې هغوی لا هم په غرونو کې کورونه کنېدل!
او کله چې الله د احزابو ډلې خپرې کړې، دا هغه مهال وو چې مؤمنانو ته ځمکه تنګه شوې وه، او زړونه یې تر ستوني رسېدلي وو!
کله چې جګړه پر غزې پیل شوه، ما فکر کاوه چې دا هم د پخوانیو جګړو یو بل پړاو دی، او لکه پخوا به پای ته ورسېږي، خو اوس یو څه زما په زړه کې وایي چې دا وروستۍ جګړه ده! او دا به هغه شان پاتې نه شي لکه اوس چې ده. د احزابو باد به راشي، د الله بادونه بیلابیل شکلونه لري، او د رب د لښکرو حقیقت یوازې الله ته معلوم دی!
حتی که دا جګړه هم د پخوا په څېر پای ته ورسېږي، نو له هغه ځایه به بیا پیل شي چیرې چې پخوا ختمه شوې وه!
خو دا خبره یقيني ده چې دا جګړه له ډېر وخته زموږ او د دښمن له واکه وتلې ده، دا د الله لاس دی چې دا جګړه یې پر مخ بیولې ده!
زه د عقلانیت مخالف نه یم، نه د اسبابو حساب ته، او نه د واقعیت په لیدلو سره!
خو عقلانیت دا دومره صبر نه شي توجیه کولی، دا هر څه له عقلي منطق سره نه جوړېږي!
اسباب دا دومره استقامت نه راوړي!
او واقعیت خو وایي چې سترو هېوادونو به د دومره بمبار او یرغل لاندې مات شوي وای، نو بیا دا ولې دومره کلک ولاړ دي؟! دا سیمه چې د ډیرو ښارونو څخه کوچنۍ ده، او نه غرونه لري، نه درې، نه ځنګلونه، دا خو له پوځي پلوه یوه کمزوري سیمه بلل کېږي، داسې سیمه چې د دښمن د یرغل پر وړاندې د ساتنې وس نه لري، نو څنګه دا دومره کلک مقاومت کوي؟! اسراییلو مخکې له موږ سره چې کومې جګړې کړې، په ساعتونو کې یې پای ته رسولې، نو بیا د واقعیت خبرې کول له مادې سره یو بېروحه ایمان ښکاري!
هیڅ اشغالګر د تل لپاره پر خلکو نه دی پاتې شوی، دا یو ثابت حقیقت دی چې څوک یې نه شي ردولی، پرته له دې چې د خلکو عقیده څه وه! تاریخ موږ ته دا ښيي چې هر اشغال پای ته رسېدلی، او هر یرغلګر بلاخره تللی دی، نو دا اشغال هم له منځه ځي، که وخت اوږد شي یا لنډ، او ښایي دا ډېر ژر وي!


















