کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۴ل)
زرګونه کسانو په متحده ایالاتو کې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دولت د موثریت برخې مشر او امریکایي میلیاردر ایلان ماسک پر ضد مظاهرې کړې دي.
د ولسمشر ټرمپ د دندې له پیل راهيسې دا تر ټولو ستره سرتاسري مظاهره وه، چې د امريکا په ګڼو ښارونو کې سلګونه مظاهرهچیان د هغه د پاليسيو پر ضد راوتلي وو.
دغو مظاهرو ته پلان جوړ شوی و چې په ټول هېواد کې، شاوخوا ۱۲۰۰ ځایونو کې، د ټولو ۵۰ ایالتونو په ګډون، ترسره شي. زرګونه کسان د شنبې په ورځ په بوسټن، شیکاګو، لاس انجلس، نیویارک، واشنګټن ډي سي، او نورو ښارونو کې راوتلي وو.
دغه اعتراضونه له هغه وروسته پیل شوي چې ټرمپ د امریکا د حکومت په جوړښت کې ناڅاپي بدلونونه راوستي دي.
دا مظاهرې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، د نړۍ پر ډېرو هېوادونو به د وارداتو ګمرکي تعرفې ولګول شي. حتی د امريکا له پولو بهر هم مظاهرې وشوې، لکه لندن، پاریس، او برلین کې.
په بوسټن کې ځینو مظاهرهچیانو وويل چې د امريکايي محصلینو پر ضد د مهاجرتي چاپو له امله یې احتجاج وکړ، چې له امله يې ځيني نیول شوي او د شړلو (deportation) له ګواښ سره مخ دي.
ټرمپ د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې، چې تېر جنورۍ کې یې پیل شوې، زرګونه دولتي بستونه لغوه کړي او ډېرې دولتي ادارې یې کوچنۍ کړې دي.
مظاهره کوونکي وایي چې ټرمپ او ماسک هڅه کوي د امریکا بشپړ کنټرول خپل لاس ته واخلي او دا هېواد د خپل خوښې سره سم جوړ کړي.
د “رویټرز/ایپسوس” یوې سروې چې سږ کال خپره شوې، ښيي چې د ټرمپ محبوبیت ۴۳٪ ته راټیټ شوی، چې دا د دویم دور له پیله تر ټولو ټیټه کچه ده. د جنورۍ په ۲۰مه چې ټرمپ لوړه وکړه، محبوبیت یې ۴۷٪ و.


















