د روژې مسائل (دويمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د روژې حکمتونه او ګټې
پوښتنه : د روژې په ساتلو کې څه حکمتونه او ګټې دي؟.
ځواب : د روژې بې شميره حکمتونه او ګټې دي، له هغو ځينې يو خاص حکمت او ګټه دا ده چې نفس اماره د هغه له غوښتنو او خواهشاتو څخه د را ګرځيدو عادتي جوړيږي او د نفس اصلاح يعنې انساني نفس په واک کې راځي، په کوم سره چې هغه شرعي احکام کوم چې په نفس باندې سخت دي هغه نهايت آسانه کيږي، او د ګناهونو د پريښودو، تقوى او د پرهيزګاري صلاحيت په روژه دار کې پيدا کيږي، الله تعالى جل جلاله فرمايي ) یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا کُتِبَ عَلَیۡکُمُ الصِّیَامُ کَمَا کُتِبَ عَلَی الَّذِیۡنَ مِنۡ قَبۡلِکُمۡ لَعَلَّکُمۡ تَتَّقُوۡنَ ((البقرة).
ژباړه : اې د ايمان خاوندانو ! په تاسو باندې روژې فرض کړى شوې دي لکه څرنګه چې له تاسو څخه په مخکنيو خلکو باندې فرض کړى شوې وې، د دې لپاره چې تاسو متقيان او پرهيزګار جوړ شئ.
روژه د روح غذاء ده : په روژې سره روح طاقتور جوړيږي، د نفساني خواهشاتو ټکولو او د روح د صفائي لپاره له روژې څخه زيات ګټور بل شى نشته، په روژې سره د روحانيت دروازه خلاصيږي، په عبادت کې خوند او چالاکي حاصليږي.
په روژې سره الهي قرب (نزديکت) حاصليږي، په معتبرو کتابونو کې راغلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالى جل جلاله په دربار کې عرض وکړ : يا اله العلمين ! بنده تا ته په څه وخت کې ډير نږدې کيدلاى شي؟ ورته وويل شول : کله چې بنده وږى وي او کله چې بنده په سجده کې وي، د روژې يو حکمت دا هم ده چې روژه دار د خداوندي صفاتو په جلوه سره منور کيږي، لکه څرنګه چې د الله تعالى جل جلاله ذات له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه پاک دى، روژه دار هم له خوراک، څښاک او خواهشاتو څخه بې نيازه وي، د حق تعالى جل جلاله له صفاتو سره له مشابهت پرته يو حکمت دا هم ده چې روژه دار له فرښتو سره هم مشابهت لري، د فرښتو غذاء د الله تعالى ذکر دى او په روژې سره د خداى تعالى د شکر موقع پيدا کيږي، په روژې سره د اوږي د قدر او د انساني همدردي جذبه پيدا کيږي، په روژې سره جسماني ناروغي ختميږي، په ځانګړې توګه د بلغمي مزاج لپاره يوه ډيره ښه نسخه ده ([1]).
په مظاهر حق کې ليکل شوي :
د روژې ګټې (فايدې) ډيرې زياتې دي، يو شمير يې دلته ذکر کيدلاى شي:
(١) د روژې له امله خاطر جمعي او زړه ته سکون حاصليدلاى شي، د نفس اماره تيزي او تندوالى له منځه ځي، جسماني اعضاء په ځانکړې توګه هغه اعضاء د کومو چې له نيکي او بدي سره براه راست تعلق وي لکه لاس، سترګې، ژبه، غوږونه، عورت او داسې نور سستيږي، د کوم له امله چې د ګناه کولو خواهش کميږي او د معصيت لوري ته ورتګ کمزورى کيږي، لکه چې ويل کيږي : کله چې نفس وږى وي نو ټول اعضاء ماړه کيږي، يعنې هغوى بيا خپل کار ته شوق نلري، او کله چې نفس موړ وي نو ټول اعضاء وږي کيږي او هغوى خپل کار ته ډير شوق لري، له دې خبرې داسې معلوميږي چې د بدن څومره اعضاء دي ټول خالق تعالى جل جلاله د خپلو خپلو کارونو لپاره پيدا کړي دي، د بيلګې په توګه د سترګو پيدايښت د ليدو لپاره دى، ګوا که د سترګو کار ليدل دي، لهذا د لوږې په حالت کې د هيڅ شي طرفته يې د ليدلو شوق نوي، هو ! کله چې خيټه ډکه وي نو سترګې خپل کار په ډير شوق سره کوي، او د هر روا او ناروا شي ليدلو ته شوق لري، په همدې باندې نور اعضاء هم قياس کيدلاى شي.
(٢) د روژې له امله زړه له کدورتونو څخه پاکيږي، ځکه چې د زړه کدورت د سترګو، ژبې او د نورو اعضاؤ د بيکاره کړنو له امله وي، يعنې په ژبه له ضرورت او حاجت نه زياتې خبرې کول، په سترګو له ضرورت پرته کتل، همدا رنګه د نورو اعضاؤ له ضرورت پرته په خپلو کارونو کې مشغوليدل د زړه د کدورتونو باعث کيږي، او ښکاره خبره ده چې روژه دار له بې فايدې خبرو او بې ګټې کارونو څخه ځان ساتي، نو له همدې امله د هغه زړه صاف او مطمئن وي، همدارنګه د زړه پاکوالى او د زړه اطمينان د نيکو (ښو) کارونو لور ته د ميلان (رغبت) پيدا کيږي او د لوړو درجو حاصلولو ذريعه جوړيږي.
(٣) روژه له مسکينانو او غريبانو سره د نيک چلند کولو سبب وي، ځکه کله چې يو څوک د لوږې په حالت کې وويني نو د خپلې لوږې حالت ور په ياد کيږي، د کوم له امله چې بيا د هغه د ترحم جذبه په جوش راځي.
(٤) روژه دار د روژې په حالت کې ګوا که له فقيرانو او مسکينانو سره مطابقت کوي، په دې ډول لکه څرنګه چې هغوى په کوم اذيت او تکليف کې مبتلاء وي نو همدغه تکليف او مشقت روژه دار هم برداشت کوي، له همدې امله د الله تعالى جل جلاله په نزد د هغه مرتبه ډيره لوړيږي، لکه چې د يوه بزرګ بشر حافي په باره کې نقل شوي چې : يو کس د سختې يخنى په موسم کې د هغه په خدمت کې حاضر شو، ګوري چې هغه ناست دى او پړيږي، سره له دې چې له هغه سره دومره جامو شتون درلود چې هغه له يخني څخه بچ وساتي، مګر هغه دا جامې جلا ايښې وې، دغه کس چې دا صورتحال وليد له هغه څخه يې په ډير تعجب سره وپوښتل : تا د يخني په دې حالت کې جامې جلا ايښې دي؟ هغه ورته وويل : زما وروره ! د فقيرانو او مسکينانو شمير ډير زيات دى، زه دومره وس نلرم چې هغوى ته د جامو ورکولو انتظام وکړم، لهذا کوم شى چې زما په واک کې دى نو دا غنيمت ګڼم، څرنګه چې هغوى د يخني په حالت کې کوم تکليف برداشت کوي چې هماغسې يې زه هم برداشت کړم، په همدې توګه زه له هغوى سره مطابقت کووم.
همدغه جذبه زمونږ د هغو اولياؤ او عارفانو په ژوند کې هم پيدا کيږي د کومو په باره کې چې نقل شوي چې هغوى به د هرې ګولې په خوړلو سره دا کلمات ويل :
اللهم لا تواحذنی بحق الجائعين
د حضرت يوسف عليه السلام په باره کې منقول دي چې کوم وخت ټول ملک قحط سالي په خپل سيوري کې ونيو سره له دې چې له هغه سره ډيره زياته غله وه، خو يوازې د دې لپاره يې په مړه خيټه ډوډۍ نه خوړله چې هسې نه د وږيو خلکو خيال يې له زړه څخه ونه ووځي، بل دا چې په همدې ډول يې له قحط وهليو عوامو سره په تکليف او مصيبت کې مطابقت او مشابهت راشي ([2]).
که چيرته په دنيوي او جسماني اعتبار وکتل شي ښکاره معلوميږي چې روژه د مسلمان لپاره د چشت، چالاک، صابر، شاکر، د يوه او بل لپاره مرسته کونکې، غمخوره د يوه مضبوط او منظم قوم په جوړيدو کې يوه بهترينه ذريعه ده، که چيرته د روژې حقيقت مد نظر وساتل شي او د زړه په اخلاص روژه ونيول شي نو د حرص، طمع او د خيټې ډکولو ماده له هغه څخه بالکل ځي او په انساني لباس کې فرښته تر سترګو کيږي، همدارنګه د روژې په ذريعه د نظم او ضبط هغه قوت ترلاسه کيدلاى شي کوم ته چې د دنيا ټولو طاقتونو سر ښکته نيولى دى.
د طبي اصولو له مخې روژه د جسماني صحت حاصلولو لپاره يوه بهترينه ذريعه ده، ځکه تر يوولسو مياشتو پورې چې کوم خراب او فاسد رطوبتونه په بدن کې جمع شوي وي، نو د يوې مياشتې په روژې سره هغه ټول وچ کړى شي، په صحت او توان کې ښکاره ترقي راشي، له دې پرته په روژه کې نورې ډيرې جسماني او مادي ګټې دي، تر کومه ځايه چې د روحاني ګټو تعلق دى هغه هم ډيرې زياتې او بې شماره دي، د بيلګې په توګه فرښتې له خوراک، څښاک او جماع کولو څخه پاکې دي، همدا رنګه الله تعالى جل جلاله هم له همدې خواهشاتو څخه پاک دى، له همدې امله انسان د روژې ساتلو له امله د کم وخت لپاره په همدغه ملکوتي صفت کې تر سترګو کيږي او په همدغه وخت کې د )تخلقوا باخلاق الله( هم يوه مظاهره کيږي.
په روژې سره اخلاقي او روحاني قوتونه پيدا کيږي، زړه او دماغ پرې روښانه کيږي، لوږه او تنده د ګناهونو کفاره کيږي او انسان د ضبط نفس له امله مکمل انسان جوړيږي، د روژې له امله په مزاج کې عجز او خاکساري راځي، د لوږې او تندې د مصيبت او تکليف په وخت کې کله چې د همدغه تکليف اندازه ورته وشي له نورو انسانانو سره يې بيا د تکليف او مصيبت په وخت کې د مرستې جذبه پيدا کيږي.
روژه دار هر وخت د الله تعالى جل جلاله په عبادت کې شمارل کيږي، ځکه کوم وخت چې روژه دار ته لوږه او تنده ورسيږي او د هغه نفس د خوراک او څښاک غوښتنه کوي، زړه يې بيا تر ماښامه پورې وايي صبر شه د خوراک او څښاک کولو اجازه الله تعالى نکوي، د هغه زړه له همت او استقلال سره د الله تعالى جل جلاله طرفته متوجه اوسي او د الله تعالى جل جلاله طرفته د زړه متوجه کول د ټولو عبادتونو روح دى، لنډه دا چې روژه د يوې لويې درجې عبادت دى ([3]).
([1]) فتاوى رحيميه، ٧ : ٢٠٣ – ٢٠٤.
([2]) مظاهر حق، ج : ٢، ص : ٢٨٢ – ٢٨٣.
([3]) مسايل روژه، ص : ٢٥ – ٢٦، تاليف : مولنا رفعت قاسمي صاحب.



